د اسلامي علماوو نړیوالې ټولنې رئیس، علي القره داغي د یوې فتوا په صادرولو سره د روژې مبارکې میاشتې پر مهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړو سمدستي بندېدو غوښتنه کړې ده.
القره داغي په یوه بیان کې ټینګار کړی، چې د اسلامي هېوادونو ترمنځ جګړه د اسلام له لارښوونو سره په ټکر کې ده او د مسلمانانو د ژوند ساتنه یو اساسي دیني اصل بلل کېږي.
القره داغي ويلي؛«اې د پاکستان او افغانستان محترمو مشرانو! د روژې د وروستیو لسو ورځو له پیل مخکې جګړه بنده کړئ، تر څو له اختر وروسته د خبرو اترو لپاره زمینه برابره شي او د دواړو لورو غوښتنې وڅېړل شي.»
نوموړي زياته کړې چې، قطر، ترکیه او سعودي عربستان کولی شي د دې کړکېچ په حل کې د منځګړي رول ولوبوي او د اسلامي علماوو نړيواه ټولنه هم هر ډول منځګړيتوب او مرستې لپاره چمتووالی لري، ځکه په خبره يې د جګړې بندول د اسلامي امت د سترو ننګونو په مقابل کې یو واقعي اړتیا هم ده.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس