افغان کرېکټ بورډ وايي، د کرېکټ ملي لوبډلې په لومړي ځل د کرېکټ نړيوالې شورا د يو ورځنیو لوبو په درجه بندۍ کې اووم مقام ترلاسه کړ.
د کرېکټ بورډ په خبرپاڼه کې راغلي چې په نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې د تېرو څو کلونو راهیسې افغان ملي لوبډلې غوره کارکردګي کړې.
په دې جمله کې د ۲۰۲۳ کال یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام کې د افغان لوبډلې غوره کارکردګي، دغه راز ۲۰۲۴ کال کې په پرلپسې ډول د یو شمېر یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ ګټل او اتلانو جام کې غوره کارکردګي هغه څه دي چې افغان ملي لوبډله یې د بریا نویو لوړو ته ورسوله.
د يادونې وړ ده، چې له دې سره د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د انګلستان له پياوړې لوبډلې څخه مخکې شوه.