د هرات سیمه ییز چاروکي په طبعیت کې د ۳۰ بېلابېلو وحشي مرغانو د خوشې کولو خبر ورکوي.
باختر دولتي خبري اژانس د چاپېريال ساتنې د رياست د مسوولانو له قوله خبر ورکړی، چې دغه مرغان د چاپېريال ساتنې د سرغړوونکو له خوا د« سپين ادې» او د مرغانو پلورونکو له بازار څخه راټول شوي وو.
سرچینې زیاته کړې په ټول هیواد کې د وحشي ژوو د ښکار، پېر او پلور او دغه راز په قاچاق کلک بندیز لګیدلی دی.
په ورته مهال د باغیس ولایت د چاپریال ساتنې ریاست خبر ورکړی دی چې، د امنیتي ارګانونو په همکارۍ یې د دې ولایت په غورماچ ولسوالۍ کې بهر ته د ۶ نادره بازانو د قاچاق مخه نیولې ده.
یاد ریاست څرګنده کړې چې دغه کمیابه بازان له نیول کېدو وروسته بېرته ازاد طبیعت ته خوشي شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې څه موده وړاندې امنیتي ځواکونو په کندهار ولایت کې ۴۰ کسان د مرغانو د ښکار او قاچاق په تور نیول شوي وو.
د معلوماتو پر اساس اوسمهال په ټول هیواد کي د ۱۴۵ نایابه مرغانو ډولونه ثبت شوي او دغه راز د افغانستان د خپلو وحشي مرغانو سربېره د نایابه مرغانو د موسمي مهاجرت په مسیر کې هم دی چې هر کال د هند بحر څخه سایبریا ته او برعکس یې مهاجرت کوي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس