د ترکمنستان د صنعت او سوداګرۍ خونې رییس میرګن قردوف وايي د نوي میلادي کال له پیل راهیسې د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ سوداګري غوړېدلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه او ترانزیتي همکارۍ هم مخ په ډېرېدو دي.
د راپورونو پر بنسټ د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نور الدین عزیزي او ورسره پلاوي د یاد هېواد د صنعت او سوداګرۍ خونې له رییس میرګن قردوف سره لیدلي دي.
قردوف ویلي چې افغانستان کې د پانګونې زمینو رامنځ ته کولو په هدف سل ترکمني شرکتونه د افغان – ترکمن ګډ سوداګریز کنفرانس کې ګډون کوي.
په همدې حال کې عزیزي د دواړو هېوادونو شته خامو توکو او امکاناتو ته په اشارې ویلي چې د خصوصي سکتور ترمنځ تر ناستې وروسته به د صادراتو کچه به لوړه شي.
د یادونې ده چې نور الدین عزیزي له ځینو افغان پانګوالو او سوداګرو چې د افغان – ترکمن ګډ سوداګریز کنفرانس او نندارتون کې د ګډون په هدف یې ترکمنستان ته سفر کړی لیدلي دي.
عزیزي له افغان سوداګرو غوښتي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
له دې وړاندې هم د ا.ا چارواکو د ټاپي پروژې د چارو پر ژر پیل ټینګار کړی و او له ترکمني چارواکو یې غوښتي و چې په دې برخه کې مثبت ګامونه واخلي.