ټریډز د چهارشنبې په ورځ د میټا شرکت د یوې نوې برخې په توګه په کار پیل وکړ او په چټکی سره څه باندې ۳۰ ملیونه کسانو په کې اکونټونه جوړ کړل. داسې ښکاري، چې میټا شرکت د اسنتاګرام زرګونه ملیونه کاروونکیو څخه په ګټې اخیستنې د ایلان ماسک له ټویټز سره سیالۍ وکړي.
ټوییټر وکیل په خپل لیک کې، چې مارک زاګربرګ ته یې لیږلی، میټا په دې تورنوي، چې د ټوییټر پخوانيو کارکوونکیو په ګمارلو سره یې د ټوییټر سوداګریز او نورو ډیر پټ اسنادو ته لاسرسی موندلی او اوس هم لاسرسی لري.
د ټوییټر وکیل الکس اسپیرو په دې لیک کې لیکي: ټوییټر په پام کې لري، چې خپل معنوي حقونه پلي کړي او له میتا څخه غواړي، څو د ټوییټر سوداګریزو اسرارو او یا ډیرو پټو معلوماتو له کارولو څخه ژر تر ژره لاس واخلي. یوې سرچینې له رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې د دې لیک منځپانګه تائید کړې ده.
بل خوا د میتا ویاند اندي استون په ټرډز کې لیکلي: د ټرډز مهندسي ډله کې هیڅوک نشته، چې هغه د ټوییټر پخوانی کارکونکی وي.
په ورته حال کې د ټوییټر مالک ماسک د ټرډز ټولنییزې شبکې پیلیدو او دې خبر ته په اشاره ټویټ کړی: سیالي ښه ده، تقلب ښه نه دی.
حقوق پوهان په دې باور دي، چې د میتا پر وړاندې د سوداګریزو اسرارو د غلا ثابتولو لپاره، ټوییټر ډیرو جزئیاتو ته اړتیا لري.
د ایلان ماسک لخوا د ټوییټر شبکې رانیولو وروسته، دا ټولنیزه شبکه زیاتو سیالانو سره سیالي کوي او ورځ تر بلې یې سیالان په زیاتیدو دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس