Home » سیمه او نړی » د فرانسې ولسمشريزې ټاکنې دويم پړاو ته لاړې

د فرانسې ولسمشريزې ټاکنې دويم پړاو ته لاړې

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د دې هېواد ولسمشريزې ټاکنې چې پرون يک‌شنبه ترسره شوې، هېڅ نوماند په کې د ۵۰ جمعه يو رايوو په ترلاسه کولو نه دی توانېدلی.

د رسمي شمېرو له مخې اوسني ولسمشر امانوېل مکرون د نوماندانو په منځ کې تر ټول مخکښ دی او ۲۸.۱ سلنه رايې خپلې کړې دي.

ښي اړخې نوماندې مارين لوپن بيا ۲۳.۳ سلنه رايې ترلاسه کړي او په دې توګه د ولسمشرۍ مخکښو نوماندانو په ډله کې يې دويم ځای خپل کړی دی.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د ولسمشريزو ټاکنو دويم پړاو به د مخکښو دوو نوماندانو امانوېل مکرون او مارين لوپن ترمنځ د اپرېل په ۲۴مه ترسره شي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

قمي: د خامنه‌يي د جنازې په مراسمو کې د ا.ا د مخالفانو ګډون سیاسي نه و

د افغانستان لپاره د ايران ...