په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر «اوچا» وايي، افغانستان له ستر بشري ناورین سره مخ دی. دغه سازمان په یوه تازه خپور شوي راپور کې ټینګار کړی چې افغانانو ته باید بشري مرستې ورکړل شي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ مرستیال ...
Read More »Yearly Archives: 2023
د پاکستان پوځ: ګلزار امام مو نیولی دی
د پاکستان پوځ وايي چې د بلوڅ بېلتونپالو یو مشر ګلزار امام یې چې په شمبي مشهور و، د یولړ عملیاتو په ترڅ کې نیولی دی. د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر پرون په یوه بیان کې دا خبر ورکړی، خو نه دي یې ویلي چې دا عملیات څه وخت ...
Read More »پاکستان د وسله والو ډلو پر وړاندې عملیات پیلوي
د پاکستان د ملي امنیت کمېټې تر روژې وروسته د وسله والو ډلو پر ضد د سختو عملیاتو پیلولو اعلان کړی دی. پاکستانیو رسنیو ویلي چې دا اعلان په اسلام اباد کې د لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ د ملي امنیت کمیټې غونډه کې وشو. د لومړي وزیر له ...
Read More »په ارزګان کې د ښځینه ډاکترانو نه شتون له امله اندیښنې
د ارزګان یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دې ولایت په روغتیايي مرکزونو کې ښځینه ډاکترانې نه شته او دې چارې له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي. دوی وايي، له حکومت غواړي چې په روغتونونو کې ښځینه ډاکترانې وګماري څو ناروغې ښځې ورته په ډاډه زړه معلومات ورکړي. د ارزګان ...
Read More »د بایډن اداره له افغانستان څخه په بې نظمه وتلو ټرمپ پړ ګڼي
د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن ادارې له افغانستان څخه په ۲۰۲۱ کال کې د امریکايي ځواکونو د بې نظمه وتلو پړه د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په غاړه اچولې ده. سپینې ماڼۍ د پنج شنبې په ورځ اپریل شپږمه (وري ۱۷) په افغانستان کې د امریکا ...
Read More »نایجریا کې یوې محکمې د یوه کس د چرګ د حلال کولو امر کړي
د نایجریا د کانوی په ښار کې یوې محکمې یو سړي ته د جمعې تر ورځې وخت ورکړی چې خپل چرک ووژني. د دغه سړي ګاونډي شکایت کړی دی چې دغه چرګ یې خوبونه تښتولي دي. د محکمې قاضۍ حکیمه والي د چرګ خاوند مالام یوسف ته وویل چې چرګ ...
Read More »سږ کال کندهار کې د غنمو کښت ۳۰ سلنه زیات شوي دي
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې د کوکنارو پرکښت له بندیز وروسته په دغه ولایت کې د غنمو کښت زیات شوی دی.د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمر مولوي شمس الرحمن موسی وايي، چې سږکال پر نږدې ۸۷ زره ...
Read More »نړيوال دې له افغانستان سره د چاپیریال ساتنې او اقلیمي بدلون په اړه کړې ژمنې عملي کړي
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ سیاسي کمیسیون پرون په سپېدار مانۍ کې د چاپیریال ساتنې، چاپیریال ته د ورپېښو ګواښونو او هوا تودوښې پر موضوعاتو بحث وکړ.په دې غونډه کې، چې د چاپيريال ساتنې ادارې مشرتابه او متخصصينو هم شتون درلود، د اقليمي بدلونونو پر اصلي ...
Read More »امنیت شورا د افغانستان په اړه د تړلو دروازو تر شا غونډه کړې
د ملګرو ملتو امنیت شورا د افغانستان په اړه د تړلو دروازو تر شا غونډه کړې. دغه غونډه وروسته له هغه د جاپان او متحده عربي اماراتو په غوښتنه راوبلل شوه، چې ملګرو ملتونو وویل، په افغانستان کې د دې سازمان په اړوندو ادارو کې د ښځو د فعالیت مخنیوی ...
Read More »جرمني د ملګرو ملتونو پر ښځينه کارکوونکیو د طالبانو وروستی کار بنديز غندلی
په افغانستان کې د جرمني سفارت د ملګرو ملتونو په اړوندو ادارو کې د ښځو پر کار بندیز په کلکه غندلی دی. دغه سفارت نن سهار په خپل ټویټر کې لیکلي: “دا پرېکړه د ښځو له حقونو یوه بله جدي سرغړونه ده او د میلیونونو خلکو ژوند له خطر سره ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس