په افغانستان کې د جرمني سفارت د ملګرو ملتونو په اړوندو ادارو کې د ښځو پر کار بندیز په کلکه غندلی دی.
دغه سفارت نن سهار په خپل ټویټر کې لیکلي: “دا پرېکړه د ښځو له حقونو یوه بله جدي سرغړونه ده او د میلیونونو خلکو ژوند له خطر سره مخ کوي.”
د جرمني سفارت زیاته کړې چې، په افغانستان کې اړو کسانو ته د بشري مرستو په رسولو کې د ښځو ونډه خورا مهمه ده.
په افغانستان کې د جرمني سفارت ویلي، دوی له خپلو نړیوالو شریکانو سره کار کوي، چې په دې برخه کې نور ګامونه پورته کړي.
د ملګرو ملتونو سازمان وايي، افغانستان کې شاوخوا ۴۰۰ ښځې د دوی په دفترونو کې کار کوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما د سهشنبې په ورځ له خپلو څه باندې درې زره نارینه او ښځینه افغان کارکوونکو وغوښتل چې تر اته څلوېښتو ساعتونو پورې دندو ته ولاړ نهشي.
خو دې دفتر د چهارشنبې ورځې په بیان کې وویل دا مهلت نامعلومې مودې ته غځېدلی او له ټولو کارکوونکو یې غوښتي چې تر دویم اعلان پورې دې کار ته نهځي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس