ځايي چارواکي وایي، د تورخم سرحدي ښارګوټي ته نږدې د خیبر پر لویه لاره نن سهار وختي د ځمکې د ښوویېدو په پېښه کې لږترلږه دوه تنه افغانان مړه شوي او د دې وېره شته چې لسګونه نور به تر خټو لاندې شویو لاریو کې بند پاتې وي. د خیبر ...
Read More »Yearly Archives: 2023
محمد نبي د سرطان ناروغانو لپاره د درملنې مرکز جوړوي
د افغانستان کرکټ ملي لوبغاړي محمد نبي عیسي خېل پر خپل فېسبوک لیکلي چې راتلونکی پلان یې د سرطان ناروغانو لپاره د درملنې د یوه مرکز پرانیستل دي. عیسي خېل لیکلي: “دا ځل هڅه کوم چې خپل ملت ته یو لوی کار وکړم.” هغه دې روغتیایي مرکز ته د ‘ادې’ ...
Read More »فراه کې د بېلابېلو الوتونکو او څارویو د تولید او روزنې کمپونه جوړ شوي
په فراه کې د قطر هېواد د الغرافه خیریه بنسټ له لوري پر ۸۰۰ جریبه ځمکه د څاړې (توغدارې) مرغانو په ګډون د بېلابېلو الوتونکو او څارویو د تولید او روزنې کمپونه جوړ کړي دي. په یوه کمپ کې د څاړو د روزنې او تولید د برخې ډاکټر عبدالکریم احسان ...
Read More »فوټبال؛ د انګلستان غوره لیګ سیالیو اتلولۍ لپاره د آرسنال ناهیلي زیاته شوې
که څه هم آرسنال په دوو ګولونو له خپل کوربه ویستهام څخه مخکې وو، خو د لوبې په ۹۰ دقیقو کې و نه توانیدو، څو خپل مخکښتوب وساتي او لوبه ۲ – ۲ په وړاندې مساوي پایته ورسیده. د انګلستان غوره لیګ سیالیو په ۳۱ اوونۍ کې آرسنال په داسې ...
Read More »امريکا په سوريه کې د داعش ډلې پر یوه قوماندان برید کړی
د امریکا د مرکزي قواو قومنداني سینټکام وایي، ځواکونو یې نن سهار وختي د اسلامي دولت ډلې یا داعش یو جګپوړی مشر چې په منځني ختیځ او اروپا کې د تروریستي بریدونو په پلانولو کې یې لاس درلود، په نښه کړی او په غالب ګومان وژلی يې دی. يادې قومندانۍ ...
Read More »ځايي سندرغاړی موسی شاهين له بنده خوشې شوی
د راپورونو له مخې د پنجشېر ځايي سندرغاړی موسی شاهین له بنده خوشې شوی دی. د هغې نږدې خپلوانو رسنیو ته ویلي، چې شاهین له شاوخوا درې میاشتو بند تېرولو وروسته پرون طالبانو خوشې کړی او هغه بېرته له خپلې کورنۍ سره یو ځای شوی دی. چارواکو تر اوسه نهدي ...
Read More »افغانستان کې هره ورځ ۱۶۷ نوي زیږیدلي ماشومان مري
د افغانستان لپاره د روغتیا د نړیوال سازمان څانګه وایي، په افغانستان کې د ورځې شاوخوا ۱۶۷ نوي زېږېدلي ماشومان د هغو ناروغیو له امله چې درملنه یې ممکنه ده، مري. «ډبلیو اچ او» نن په یوه ټویټ کې ویلي، دوی باید د ژوند ژغورلو او د مور او ماشوم ...
Read More »د افغانستان لپاره د پاکستان شارژدافیر بېرته کابل ته راستون شوی
د افغانستان لپاره د پاکستان شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني چې کابل کې د پاکستان پر سفارت تر برید وروسته خپل هېواد ته تللی و بېرته کابل ته راغلی او خپله دنده یې پيل کړې ده. پاکستان څه باندې څلور میاشتې مخکې خپل شارژدافېر عبیدالرحمن نظاماني وروسته له هغه اسلام اباد ته ...
Read More »په سودان کې کورنۍ جګړه؛ د مړو شمېر ۱۰۰ ته ورسید
راپورونه وايي چې په سوډان کې د پوځ او چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ په تازه نښتو کې شاوخوا ۱۰۰ تنه وژل شوي، سلګونه نور ژوبل شوي او یو شمېر ودانۍ او سیمې زیانمنې شوې دي. دا نښته نړیوالې ټولنې ته د خطر یو بل زنګ بلل کېږي. عیني شاهدانو ویلي ...
Read More »په کندهار او هلمند ولايتونو کې ځايي ټولګي تړل شوي
د پوهنې وزارت په کندهار او هلمند ولایتونو کې تر امر ثاني پورې ځايي ټولګي وتړل. د کندهار د پوهنې ریاست ویاند وکیل احمد متوکل رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي چې، دغه پرېکړه د مؤسساتو پر یو شمېر فعالیتونو تر ملاحظاتو وروسته شوې. په دې اړه نور ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس