Home » 2023 (page 26)

Yearly Archives: 2023

هالنډ د پاکستان د کرکټ یو پخواني لوبغاړي باندې قانوني دعوا کوي

په هالنډ کې چارواکو دوشنبه اپریل ۱۷ (وري۲۸) ویلي چې په یو مشهور پاکستاني په دې خاطر په محکمې کې قانوني دعوا کوي چې د دې هیواد د پارلمان یو وکیل وژلو ته یې خلک هڅولي و. د هالنډ حکومت ویلي چې دعوا یې د پاکستان د کرکټ په پخواني ...

Read More »

د ایران د حکومت عمده مخالف ‘شهزاده رضا پهلوي’ اسراییل ته تللی

د ایران د حکومت یو عمده مخالف او د دغه هېواد د پخواني پاچا رضا شاه زوی شهزاده رضا پهلوي پرون اسراییلو ته ولاړ. اسوشېټېډپرېس راپور ورکړی چې دا اسراییلو ته د رضا پهلوي لومړنی سفر دی. هغه د هولوکاست یا د یهودانو د ډلوژنې د یادښت په مراسمو کې ...

Read More »

قزاقستان اړمنو افغانانو ته زرګونه ټنه خوراکي مواد استولي

قزاقستان د افغانستان اړمنو خلکو ته زرګونه ټنه خوراکي مواد استولي. د قزاقستان د صدراعظم مطبوعاتي دفتر ویلي چې تر ۵۴۰۰ ټنو زیاتې بشري مرستې د اورګاډي پټلۍ له لارې افغانستان ته رسېدلي او د قزاقستان پلاوي همدارنګه کابل ته د دارو درمل محمولې هم له ځانه سره وړې دي. ...

Read More »

سودان کې کورنۍ جګړه: خرطوم کې د اروپايي ټولنې پر سفیر برید شوی

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسؤل جوزیپ بوریل ویلي، په سودان کې د دغې ټولنې سفیر خرطوم کې پخپل کور کې تر برید لاندې راغلی دی. بوریل د پې‍ښې نور جزییات نه دي ورکړي، خو د اروپايي ټولنې ویاند ویلي سفیر روغ رمټ دی. بوریل ټینګار کړی چې په ...

Read More »

د امیري کمپلکس څښتن د انسان تښتونکو له منګولو ژغورل شوی

چارواکو ویلي، په کابل کې د امیري کمپلکس څښتن حاجي نجیب امیري یې د انسان تښتونکو له منګولو ژغورلی دی. د کورنیو چارو وزارت دوشنبه ناوخته په خپل ټوېټر دا خبر ورکړی دی. د بیان له مخې امنیتي ځواکونو د امیري د تښتونې په تور دوه شکمن کسان نیولي او ...

Read More »

مککین: افغان ښځې د خوړو پروګرام د کار اساسي برخه جوړوي

د خوړو د نړیوال پروګرام یا ډبلیو ایف پي اجراییوي رییسه سیندي مککین وایي، په افغانستان کې د بشري بحران په اړه له مرستندویه ادارو سره په ګډه بېړنۍ غونډه کې یې پر دې ټینګار وکړ چې ښځې د خوړو پروګرام د کار د ټولو برخو اساسي برخه جوړوي. مېرمن ...

Read More »

ټوماس ویسټ استانبول کې د افغان کړکېچ اواري لپاره له ځینو افغان سیاستوالو سره لیدلي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي، چې د افغان کړکېچ د اواري لپاره باید د تاوتریخوالي پر ځای د خبرو اترو لار غوره کړل شي. توماس وېسټ دا خبره په داسې وخت کې کړې، چې سیمې ته یې د خپل تازه سفر په لړ کې په استانبول کې ...

Read More »

په لوګر کې د ۳۲ ښوونځیو د بیارغونې چارې پیل شوې

په لوګر ولایت کې د تېرې جګړې پر مهال  د ۳۲ زیانمن شویو ښوونځیو د ودانیو د بیارغونې چارې پیل شوې دي.  دغه ښوونځي د  IRC موسسې د ۷۴ زره امریکایي ډالرو په لګښت بېرته رغول کېږي. د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وايي، چې د بیا رغونې په دې ...

Read More »

جاپان: د جي ۷ هېوادونو غونډه کې افغانستان سره د تعامل غږ پورته کوو

د ریاست الوزرا اداري مرستیال کابل کې د جاپان له سفیر تاکاشي اوکادا سره لیدلي. په دې لیدنه کې د جاپان سفیر ویلي، چې افغانستان کې د امنیت ټینګښت، د اداري فساد مخنیوي او له نشه‌یي توکو سره د مبارزې په برخو کې ښه پرمختګونه شوي دي. او کادا ډاډ ...

Read More »

روغتیا وزارت: د ماشومانو د مړینې په اړه د روغتیا سازمان راپور بې اساسه او له حقیقت څخه لرې دی

د عامې روغتیا وزارت د خوړو نړیوال پروګرام هغه راپور رد کړی چې ګواکې په افغانستان کې د ورځې ۱۶۷ ماشومان د داسې عواملو له امله مړه کېږي چې مخنیوی یې شونی دی. د یاد وزارت ویاند شرافت زمان رسنیو ته په لیږل شوي یوه غږیز پیغام کې ویلي چې ...

Read More »