د تونس ولسمشر قيس سيد د دې هېواد په پلازمېنې تونس کې د سوريې د بهرنيو چارو وزیر فيصل مکداد سره په کتنه کې ویلي، چې تونس په کلک هوډ غواړي له سوريې سره د ورورګلوۍ او همکارۍ اړیکې بېرته عادي کړي او په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخيزو ...
Read More »Monthly Archives: اپریل 2023
په مالتا سمندر کې ۶۰ تنه ناقانونه کډوال ژغورل شوي
د مالتا خبري رسنيو خبر ورکړ، چې شاو خوا ۶۰ ناقانونه کډوال چې د مالتا په سمندرګي کې له خطر سره مخ وو، ژغورل شوي او د دغه هېواد جنوبي بندر مارساکسلوک ته انتقال شوي دي. د راپور له مخې، د دغو ناقانونه کډوالو دوه وړونکې بېړۍ له ناڅاپي پېښې ...
Read More »تېر کال له پکتيا څخه د لسګونه میلیونو ډالرو په ارزښت صادرات شوي
د پکتيا د صنعت او سوداګرۍ رياست مسوولين وايي، چې تېر کال يې بېلابېلو بهرنيو هېوادونو ته د ۱۵۰ ميلیونو ۳۴۵ زرو او ۵۳۵ ډالرو په ارزښت صادرات ترسره کړي دي. د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ رئيس وویل، چې د خرلاچي “پټان” بندر له لارې بهرنیو هېوادو ته ...
Read More »پکتیا کې دوه سترې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
د ګردېز ښاروالۍ له لوري د ۱۵.۵ ميليونو افغانيو په لګښت دوه ټولګټې پروژې له بشپړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې. د یادو پروژو د پرانیستلو پرمهال د ګردېز ښاروال وويل، چې د ښاروالۍ پراختيايي بوديجې په لګښت مرکز ګردېز کې کرماشي دوه سړک د ۵۵۵ مترو په اوږدوالي ...
Read More »پر ښځينه کارکوونکو کار بنديز په غبرګون کې د ملګرو ملتونو تازه خبرداری
ملګري ملتونه وایي، که دوی طالبانو ته دا قناعت ورنهکړي چې ښځینه همکارانو باندې یې د کار بندیز لرې کړي، نو دوی به راتلونکې مې میاشته کې یوه (زړه بوږنونکې) پرېکړه وکړي او له دغه هېواده به ووځي. د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې مشر اخیم شټاېنر اسوشیتید پریس خبري ...
Read More »پياوړو رسنیو له شتون څخه پرته ټولنه نیمګړې ده
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون ماښام د روژه ماتې مېلمستیا په ترڅ کې د رسنیو له لسګونو مسؤولینو، خبریالانو او د سیاسي چارو له کارپوهانو سره وکتل. په دې کتنه کې، د بهرنیو او کورنیو رسنیو مسئولینو، خبریالانو او سیاسي کارپوهانو په بېلابېلو برخو کې خپل نظریات ...
Read More »خليلزاد: د ملګروملتونو د سرمنشي په کوربهتوب دوحه کې د افغانستان په اړه غونډه جوړيږي
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش به شاوخوا دوه اوونۍ وروسته په دوحه کې د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه وي. دا غونډه داسې مهال جوړېدونکې ده چې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، که طالبان د ...
Read More »سرپرست حکومت د کوچني اختر په مناسبت سلګونه بندیان له زندانونو خوشې کړي
افغانستان کې سترې محکمې د یوې خبرپاڼې له خپرولو سره ویلي، د کوچني اختر رارسېدو په مناسبت یي ۲۴۶۰ بندیان خوشي کړي او د نږدې ۵۰۰ نورو د بند په موده کې یي لږوالی را وستی دی. یادې محکمې خوشې شوي بندیان د بښنې مستحق بللي او په وینا یې ...
Read More »ملګري ملتونه د طالبانو د رسمیت پېژندنې په تړاو غونډه جوړوي
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله وايي، دا ټولنه په راتلونکو ورځو کې د افغانستان د وضعیت په اړه د یوې نړیوالې غوندې د جوړولو تکل لري چې د طالبانو د رسمیت پېژندنې په تړاو به هم پکې خبرې وشي. د ملګرو ملتونو سرمنشي مرستیالې امینې محمد ویلي چې په ...
Read More »کرېکټ بورډ: د زرغون جام دویم پړاو سیالۍ پیلوو
د افغانستان کرېکټ بورډ ادارې ویلي چې، د زرغون جام دویم پړاو سیالۍ د روانې اپریل میاشتې په ۲۹مه نېټه پیلوي. کرېکټ بورډ د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده چې، دا سیالۍ به د مې میاشتې تر ۱۷مې نېټې پورې په خوست ولایت کې ترسره ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس