Home » 2021 (page 29)

Yearly Archives: 2021

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن له سکاټلنډ لوبډلې سره لوبه کوي

د شل اووريز نړيوال جام د سيالو په لړ کې ټاکل شوې نن د افغانستان ملي لوبډله د سکاټلنډ پر وړاندې خپل لومړنۍ لوبه ترسره کړي. د ملي لوبډلې لوبډلمشر محمد نبي عسی‌خېل رسنيو ته ويلي، د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په نړيوال شل اووريز جام کې د لوبېدو لپاره ...

Read More »

منظور پښتين: قبايل تل د پاکستان حکومت له لوري قرباني شوي

د پښتون ژغورنې غورځنګ او پلويانو پرون د يک‌‌شنبې په ورځ د (لړم په ۲مه) په ميرعلي کې د نوموړي غورځنک مخکښ فعال نوراسلام د شهادت د څلوېښتۍ په مناسبت پراخه ولسي غونډه ترسره کړه. غونډې ته دوينا پرمهال چې په کې د پښتون ژغورنې غورځنګ زرګونه پلويانو برخه اخيستې ...

Read More »

راتلونکو چهارشنبه په ايران کې د افغانستان په اړه سيمه‌ييزه غونډه کېږي

په پام کې ده چې د افغانستان په تړاو د سيمې هېوادونو د استازو غونډه راتلونکې چهارشنبه د (لړم په ۵مه) د ايران په کوربه‌توب ترسره شي. په دې غونډه کې به د افغانستان اوسني وضعيت په تړاو مفصل بحث وشي. ايراني رسنيو خبر ورکړی چې د افغانستان په اړه ...

Read More »

کرمه ايجنسۍ کې د دوو کليو ترمنځ نښتې له امله ۸ کسان وژل شوي

په قبايلي کرمه ايجنسۍ کې ځايي چارواکو خبر ورکړی چې د دوو کليو ترمنخ نښته کې، لږ تر لږه ۸ کسان وژل شوي او تر ۱۵ کسانو نور ټپيان شوي دي. د چارواکو په خبره دغه نښته د ګېدو او پېواړ اوسېدونکو ترمنځ په ځنګله کې د لرګيو وهنې له ...

Read More »

اردوغان له ترکيې د لسو هېوادونو د سفيرانو شړلو پرېکړه اعلان کړې

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان پرېکړه کړې چې د امريکا، جرمني او فرانسې په ګډون دې د لسو هېوادونو سفيران ژر تر ژره له ترکيې ووځي. په دې پرېکړه کې د امريکا، فرانسې، فنلنډ، نيوزيلنډ، جرمني، هالنډ، ناروې، سوېډن، کاناډا او ډينمارک هېوادونو سفيران شامل دي. اردوغان په خپلو ...

Read More »

نن د ازبکستان خلک په ولسمشريزو ټاکنو کې د رايې ورکولو لپاره راوتلي

په ازبکستان کې نن يک‌شنبه د (لړم په ۲مه) خلک راوتلي څو په ولسمشريزو ټاکنو کې د رايې ورکولو له لارې نوی ولسمشر وټاکي. د ازبکستان په دې پړاو ولسمشريزو ټاکنو کې اوسني ولسمشر شوکت ميرضيايف هم نوماند او داسې اټکل کېږي چې ښايي نوموړی د ازبکستان دغه پړاو ولسمشريز ...

Read More »

د پولنډ په ګڼو ښارونو کې ښځو د ماشوم ضايع حق ترلاسه کولو لپاره اعتراضونه وکړل

د پولنډ په ګڼو ښارونو کې زرګونه ښځې د محکمې هغې پرېکړې په غبرګون کې د اعتراض په توګه واټونو ته راووتې چې له مخې يې د ماشوم ضايع کول ناقانونه بلل شوي دي. که څه هم پولنډ محکمې دغه پرېکړه يو کال وړاندې کړې، خو د دغه هېواد واټونه ...

Read More »

جوبايډن نږدې يو مېليارد ډالر افغان پناه غوښتونکو ته ځانګړي کړل

سپينې ماڼۍ خبر ورکړی چې ولسمشر جوبايډن له افغان پنا غوښتونکو سره د مرستې په موخه ۹۷۶.۱ ميليونه ډالر ځانکړي او په دې اړه يې بهرنيو چارو وزارت لارښوونه کړې چې دا اندازه پيسې د بېړنيو مرستو له صندوق څخه ولګوي. د سپينې ماڼۍ له لوري په دې اړه خپاره ...

Read More »

صالح: په افغانستان کې د طالبانو د نظام بقا ناممکنه ده

مخکينی مرستيال ولسمشر امرالله صالح چې يو وار بيا يې په ټولنيزو رسنيو کې فعاليت پيل کړی وايي، په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ د حکومت د بقا دوام ممکن نه دی. نوموړي نن تازه په خپل ټوېټر کې د طالبانو حکومت تروريستي بللی او ويلي يې دي، چې ...

Read More »

ګوټريش: څو چې په افغانستان کې نجوني ښوونځيو او دندو ته ستنې نه شي، کرار نه کېنو

د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انتوني ګوټريش وايي، د ملګرو ملتونو سازمان ژمن دی چې په افغانستان کې د نجونو او ښځونو حقونو د اعادې او خونديتوب په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکړي. نوموړي نن شنبه د (لړم په لومړۍ) خپل ټوېټر کې ليکلي، تر هغه وخته به د ...

Read More »