Home » سیمه او نړی » اردوغان له ترکيې د لسو هېوادونو د سفيرانو شړلو پرېکړه اعلان کړې

اردوغان له ترکيې د لسو هېوادونو د سفيرانو شړلو پرېکړه اعلان کړې

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان پرېکړه کړې چې د امريکا، جرمني او فرانسې په ګډون دې د لسو هېوادونو سفيران ژر تر ژره له ترکيې ووځي.

په دې پرېکړه کې د امريکا، فرانسې، فنلنډ، نيوزيلنډ، جرمني، هالنډ، ناروې، سوېډن، کاناډا او ډينمارک هېوادونو سفيران شامل دي. اردوغان په خپلو ټکو دغه سفيران سپين سترګي بللي او ويلي يې دي چې دوی بايد بې حيا اعلان شي.

دې سفيرانو په دې وروستيو کې د يوې ګډې اعلاميې له مخې، د عثمان کاوالا د دوسيې په بشپړه توګه بندېدل او دغه راز د نوموړي د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

عثمان کاوالا باندې تور دی چې په ۲۰۱۶ زېږديز کال کې پر ولسمشر اردوغان د کودتا په پلان کې شريک و او له همدې کبله ترکيې حکومت نيولی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اروپايي ټولنې په هرات کې خونړی بريد په کلکه عندلی دی

په افغانستان کې د اروپايي ...