د امريکا دفاع وزارت يا پنټاګون چارواکي وايي، د دوی استخباراتي مالومات او ارزونې ښيي چې داعش ممکن په څو مياشتو کې دننه په افغانستان کې يوه پياوړي حالت ته ورسېږي. دا څرګندونې د پنټاګون د دفاع او پاليسۍ برخې مرستيال کولن کال پرون سېشنبه د (لړم په ۵مه) د ...
Read More »Yearly Archives: 2021
د ګاونډيو هېوادونو استازي په افغانستان کې د ټولشموله حکومت پر جوړېدو بحث کوي
ټاکل شوې نن چهارشنبه د (لړم په ۶مه) د ايران په پلازمېنه تهران کې د افغانستان په اړه د ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه ترسره شي. دې غونډه ته د ترکمنستان، تاجکسان، ازبکستان او د پاکستان بهرنيو چارو وزيران حضوري ور بلل شوي او ترڅنګ به يې د ...
Read More »شمالي وزيرستان کې د پاکستان پوځ خلک په زور له خپلو کورونو ايستلي
د شمالي وزيرستان ځايي اوسېدونکي وايي، پاکستاني پوځيانو په شېواه سيمه کې ځايي اوسېدونکي له خپلو کورونو شړلي او د يادو کورنيو په کورونو کې پوځيان مېشت شوي دي. دا خبره د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين هم تائيد کړې. نوموړي په دې اړه خپل ټوېټر کې ويلي، ...
Read More »انتوني ګوټريش: نړۍ دې د افغانستان بشري ناورين په مخنيوي کې همکاري وکړي
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوټريش يو ځل بيا هه افغانستان کې د بشري وضعيت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي، دغه هېواد په نړۍ کې له لوی او سخت بشري ناورين سره مخ کېدونکی دی. نوموړي نن سېشنبه د (لړم په ۴مه۹) په خپل ټوېټر ...
Read More »ملګري ملتونه: له نيمايي زيات افغانان له لوږې سره مخ دي
ملګرو ملتونو خبر ورکړی چې دا مهال په افغانستان کې د اقتصادي ناورين له امله د دغه هېواد له نيمايي زيات وګړي له لوږې سره مخ دي او نه شي کولی چې کافي خوړو ته لاسرسی پيدا کړي. د خوړو نړيوال سازمان يا WFP اجرائيه رئيس ډيوېډ بيسلي ويلي، په ...
Read More »شوکت ميرضيايوف بيا ځلي د ازبکستان ولسمشريزې ټاکنې وګټلې
د ازبکستان د ټاکنو مرکزي کمېسيون اعلان کړی چې اوسنی ولسمشر شوکت ميرضيايوف د تېرې يکشنبې په ورځ د (لړم په ۲مه) د ترسره شويو ولسمشريزو ټاکنو ګټونکی دی. د کمېسيون د اعلان له مخې، د ټاکنو پايلو جوته کړه چې ميرضيايو له خپلو ۴ نورو سيالانو زياتې رايې ترسره ...
Read More »اسلامي امارت: له چين سره پر پياوړو سياسي او اقتصادي اړيکو خبرې کېږي
اسلامي امارت وايي، د رئيسالوزرا لومړي مرستيال ملا عبدالغني برادر پرون ماښام د (لړم په ۳مه) په دوحه کې د چين له بهرنيو چارو وزير وزير سره لېدلي دي. د اسلامي امارت له لوري په دې اړه خپره شوې خبرپاڼه کې د بهرنيو چارو سرپرست وزير امير خان متقي له ...
Read More »شنونکي: افغان لوبډلې په نړيوال جام کې لاسته راوړنې يقيني کړې
د کرکټ يو شمېر وتلي شنونکي وايي، افغانستان کرکټ ملي لوبډلې بېګاه شپه د (لړم په ۳مه) د سکاټلنډ لوبډلې پر وړاندې خپله وړتيا او ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړه او په دې توګه يې دا هم يقيني کړه چې د شل اووريز نړيوال جام په روانو لوبو کې ...
Read More »خليلزاد: امريکا د يوه ډيموکراټيک افغانستان په جوړولو کې ناکامه شوه
د افغانستان سولې لپاره د امريکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خليلزاد وايي، امريکا وتوانېده چې له ترهګرۍ سره د مبازرې او دغه راز له افغانستان څخه پر امريکا د نورو احتمالي بريدونو د خطر کمولو په برخه کې خپلې موخې ترلاسه کړي؛ خو نوموړي د لومړي ځل لپاره اعتراف کړی ...
Read More »د سوډان پوځ د لومړي وزير په شمول د حکومت لوړپوړي چارواکي نيولي
د سوډان پوځ په يوه تازه اقدام کې د دغه هېواد د لومړي وزير عبدالله حمدوک په شمول د ملکي حکومت يو شمېر لوړپوړي چارواکي نيولي دي. که څه هم د سوډان پوځ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو ځينو نړيوالو رسنيو د يو شمېر سرچينو ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس