Home » 2021 » جون (page 2)

Monthly Archives: جون 2021

يار ليپېډ په عربي ماراتو کې د سفارت پرانېستو لپاره دې هېواد ته ورسېد

د عربي اماراتو او اسرائيلو ترمنځ د سياسي اړيکو عادي کولو په ترڅ کې تازه د اسرائيلو بهرنيو چارو وزير يار ليپېډ عربي اماراتو ته رسېدلی دی. لپېډ په خپل ټوېټر کې هغه انځورونه شريک کړي چې د عربي اماراتو له چارواکو سره يې په ګډه اخيستي. نوموړي عربي اماراتو ...

Read More »

ولي خان:افغانستان کې د روانې جګړې لامل د پاکستان مداخله ده

رویداد خبري آژانس

د عوامي نیشنل ګوند ایالتي مشر ایمل ولي خان ویلي چې په افغانستان کې د پاکستاني وسله والو موجودیت په اړه د پاکستاني دولت ادعا د پاکستان د هغې پالیسي برخه ده چې د خپل ځان د سپیناوي لپاره یې تعقیبوي. ولي خان د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې ...

Read More »

خيبر پښتونخوا کې افغان کډوال دين ته د سپکاوي په تور نيول شوی

د خيبر پښتونخوا په بونير کې پوليسو يو افغان کډوال هغه مهال نيولی چې خلکو پرې دين ته د سپکاوي له امله له پوليسو سره قضيه ثبت کړه. په دې اړه د رسنيو په راپورونو کې ويل شوي، دغه افغان کډوال مومين نومېږي او ځايي خلکو پرې له دې کبله ...

Read More »

سوريې کې امريکايي ځواکونو او ايران پلوه ملېشو پر يوه بل درنې وسلې کارولي

په سوريې کې وروسته له هغې د ايران له ملاتړ برخمنو ملېشو او د امريکا په مشرۍ اېتلافي ځواکونو پر يوه بل درنې وسلې وکارولې چې امريکا په عراق او سوريې کې د يادو ملېشو مرکزونه بمبار کړل. په سوريې کې د اېتلافي ځواکونو وياند وېن ماروټو ويلي، يادو ملېشو ...

Read More »

د اېتوپيا ټېګري سيمه کې حکومت اوربند اعلان کړ

د اېتوپيا حکومت وروسته له هغې په ټېګري سيمه کې د يو اړخيز اوربند اعلان وکړ، چې دغلته د ټېګري د خلکو ازادۍ جبهې په نوم د وسله‌والې ډلې او حکومتي ځواکونو ترمنځ له ۸ مياشتو جګړې وروسته ياد وسله‌وال د ټېګري مرکز ميکيل ته ننوتل. د اېتوپيا حکومت له ...

Read More »

کاملوف:د سیمې هېوادونه باید د افغان جګړې په ختمولو کې همکاري وکړي

رویداد خبري آژانس

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف وایي د سیمې هېوادونه دې د افغان جګړې په ختمولو کې همکاري وکړي. عبدالعزیز کاملوف په خپله تازه مرکه کې ویلي چې افغان جګړه نظامي حل نه لري او وسله والو طالبانو ته په کار ده چې له افغان حکومت سره خبرو ...

Read More »

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزير له زندان ازاد شو

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزير پرون دوشنبه د (د چنګاښ په ۷مه) د کراچۍ له زندان څخه د يو لړ شرايطو په اساس ازاد شو. د پاکستان د پارلمان رئيس اسد قيصر درې ورځې وړاندې د بوديجې اړوند غونډه کې د علي وزير د ګډون په موخه ...

Read More »

د امریکا ولسمشر: ایران به رانه د اټومي وسلو څښتن نه شي

رویداد خبري آژانس

امریکا یو ځل بیا ټینګار کړی چې ایران ته به د اټومي وسلو د لرلو اجازه ور نه کړي. د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن د اسراییلو له ولسمشر سره د لیدنې پر مهال ویلي چې دده د واکمنۍ پر مهال به ایران ته د اټومي وسلو د ...

Read More »

په قطر کې د افغان حکومت مرکچي پلاوي خپلمنځي غونډه کړې

په قطر کې د افغان حکومت مذاکراتي پلاوي خپلمنځي غونډه کړې او ویلي دي چې روان تاوتریخوالی پر بین الافغاني مذاکراتو منفي اغېز کوي. د راپورونو له مخې په دې غونډه کې په افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي او د سولې پر ټپه ولاړو مذاکراتو خبرې شوې دي.  افغان پلاوي ...

Read More »

حمدالله محب؛ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر څرګندونو ته غبرګون ښودلی

رویداد خبري آژانس

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید څرګندونو ته غبرګون ښودلی دی. حمدالله محب پر خپل ټویټر لیکلي چې دی له طالبانو څخه د پاکستان د ملاتړ د افشا کولو په اړه د شیخ رشید څرګندونې ستایي. محب زیاته کړې چې ...

Read More »