نیوزیلنډ د ټېسټ کرکټ سیالیو نړیواله اتلولي وګټله. دې پنځه ورځنۍ لوبې د انګلستان په سوت ایمپټن کې د باران له امله شپږ ورځې ونیولې. نیوزیلنډ په دې پایلوبه کې پرون چهارشنبې( د چنګاښ۲مه نېټه) هند ته په اتو وېکټو ماتې ورکړه. دا په نړۍ کې لومړی ځل دی چې ...
Read More »Monthly Archives: جون 2021
د اروپایي ټولنې مشران نن په خپله سرمشریزه کې پر یو شمېر مسایلو غږېږي
د اروپایي ټولنې مشران به خپله سرمشریزه کې چې نن پنجشنبه (د چنګاښ ۳مه نېټه) پیلېږي او دو ورځې به دوام وکړي. له روسیې سره د اړیکو د پاللو په اړه پر نوي ستراتیژي او د هنګري د همجنسپالانو او نورو جنسیتي اقلیتونو د نوي لانجمن قانون په اړه خبرې ...
Read More »افغان ولسمشر د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ امریکا ولاړ
افغان ولسمشر محمد اشرف غني په دوه ورځني رسمي سفر پرون ماسخوتن د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د امریکا متحدو ایالتونو ته لاړ. د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري پرون چهارشنبې (د چنګاښ ۲مه نېټه) په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر غني به د دې سفر ...
Read More »د پاکستان مطرح ګوندونه د افغانستان سولې په اړه د اسلاماباد پر پاليسۍ نيوکه کوي
د پاکستان يو شمېر مطرح سياسي ګوندونو د افغانستان سولې په پروسه کې د پاکستان پر رول او پاليسۍ شک څرکند کړی او زياته کړې يې ده چې په ياده برخه کې د پاکستان حکومت پاليسي نيمګړې ده. د يادو ګوندونو له ډلې د پاکستان پېپلز پارټۍ اندېښنه ښودلې، چې ...
Read More »رامیز راجا: افغان کرکټ لوبډله پاکستان ته ماتې ورکولای شي
د پاکستان د کرکټ مخکېنی لوبغاړی او مبصر رامیز راجا اټکل کوي چې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم پاکستان لوبډلې ته ماتې ورکولای شي. ټاکل شوې ده چې د افغانستان او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې ترمنځ په سپټمبر کې درې پنځوس اوریزې او ۳ شل اوره سیالۍ وکړي. ...
Read More »قطر یو ځل بیا له افغان سولې سره د همکارۍ ډاډ ورکړی
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د قطر د بهرنیو چارو له وزیر سره په ټلیفوني مکالمه کې پر افغان سوله او د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي. قطري لخوا یو ځل بیا ویلي چې له افغانستان سره په سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو برخو کې ...
Read More »طاهر زهیر:د فرهنګي میراثونو ساتنه د ټولو مسوولیت دی
دافغانستان د اطلاعات او کلتور سرپرست وزیر محمد طاهر زهیر پر هېوادوالو غږ کړی دی چې د فرهنګي میراثونو د ساتنې برخه کې فعاله ونډه واخلي. محمد طاهر زهیر نن چهارشنبه (د چنګاښ ۲مه نېټه) په کابل کې یوې خبري کنفرانس ته وویل چې ځینې فرصت طلبه کسان په هېواد ...
Read More »د شمالي وزيرستان جانېخېلو اوسېدونکي اسلاماباد ته پر لاريون روان شول
د شمالی وزیرستان د جانې خېلو اوسېدونکي له ۲۳ ورځني پرلت وروسته نن چهارشنبه د (چنګاښ په ۲مه) په اعتراضيه ډول د اسلاماباد پر لور روان شول. دغه اعتراض کوونکي چې شمېر يې زرګونه تنه دی ادعا کوي، د پاکستان حکومت په شمالي وزيرستان کې د هدفي وژنو او ناامنيو ...
Read More »ملګري ملتونه نن د سوریې پر بشري وضعیت خبرې کوي
ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن چهارشنبه (د چنګاښ ۲مه نېټه) د سوریې پر بشري وضعیت خبرې وکړي. په دې ترڅ کې به سوریې ته د ترکیې له لارې د دې مرستو د رسولو په اړه چې روسیه مخالفت ورسره کوي هم خبرې وشي. امنیت شورا تېر ...
Read More »د پاکستان په لاهور کې زوروره چاودنه شوې
د پاکستان پنجاب ايالت مرکز لاهور ښار زورورې چاودنې لړزولی. د لومړنيو راپورونو له مخې چاودنه نن د (چنګاښ په ۲مه) غرمه مهال د لاهور جوهر ټاون سيمه کې د احسان ممتاز روغتون مخې ته شوې ده. د پنجاب پوليسو هم چاودنه تائيد کړې او ويلي يې دي، د چاودنې ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس