ولسمشرغني وایي پاکستان دې د تېرو لسیزو سیاست ته بدلون ورکړي او افغانستان د یو خپلواک او سرلوړي هیواد په توګه ومني. افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن شنبه (د کب۱۶مه نېټه) د ملي شورا د ۱۷ مې تقنیني دورې درېیم کال پرانیست غونډه کې وویل، چې پاکستان دې ریښتینې ...
Read More »Monthly Archives: مارچ 2021
یوې افغان مېرمنې په لوګر کې د نجونو له یوه ښوونځي سره مرسته وکړه
د افغانستان د پوهنې وزارت وایي چې د لوګر ولایت مرکز پل علم اړوند د هوني سیدانو کلي کې، د نجونو له منځني ښوونځي سره د بي بي زهرې په نوم کاناډا کې میشتې افغانې میرمنې د ۳۷۰۰ امریکایي ډالرو په ارزښت مرسته کړې ده. دپوهنې وزارت وایي چې په ...
Read More »پاپ فرانسیس؛ په عراق کې د تاوتریخوالي ختمېدو غوښتنه کړې
پاپ فرانسیس عراق ته د سفر په لومړۍ ورځ په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي او تُندلارې په ختمولو ټينګار وکړ. د نړۍ د کاتولیک عیسویانو ۸۴ کلن رهبر په نړۍ کې د کرونا وبا اندېښنو او د عراق امنیتي ګواښونو ته له پام پرته دغه هېواد ته سفر کړی ...
Read More »بلوچستان کې یو میلیون ماشومان تعلیم څخه محروم دي
د پاکستان په یو تر ټولو لوی ایالت بلوچستان کې چارواکي وايي په هرو ۱۰۰ ماشومانو کې یې ۶۰ ښوونځیو ته له ورتګ او تعلیم څخه محروم دي. د بلوچستان د پوهنې ریاست مشر شیرخان بازی وايي دا مهال شاوخوا یو میلیون ماشومان ښوونځیو ته ځي خو ۱،۲میلیون نور ماشومان ...
Read More »د امریکا د استازو جرګه: د مې په لومړۍ نېټه له افغانستان څخه نه وځو
د امریکا د استازو جرګه کې د وسله وال پوځ د خدمتونو د کمېټې مشر ادم سمیټ وايي داسې نه ښکاري چې امریکا به د مې په لومړۍ نېټه له افغانستان څخه ووځي. سمیټ په افریقا کې هم د امریکايي ځواکونو په موجودیت خبرې کړې دي او ویلي یې دي، ...
Read More »دفاع وزارت: کندهار کې د عملیاتو پر مهال ۲۲ طالبان ووژل شول
د افغانستان ملي دفاع وزارت په (۱۳۹۹ د کب ۱۵مه) نیټه یوه اعلامیه کې ویلي چې افغان امنیتي ځواکونو چې هوایي قواوو هم ورسره مل و، د کندهار ولایت په ارغنداب او پنجوايې ولسوالیو کې عملیات تر سره کړل. امنیتي چارواکي وايي د علمیاتو په پایله کې ۲۲ طالبان ووژل ...
Read More »د امریکا بهرنیو چارو وزارت: پر خبریالانو بریدونه د زغملو نه دي
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزات وايی په افغانستان کې پر رسنیو او خبریالانو حملې د زغملو نه دي او باید د دغو بریدونو مخنیوی وشي. د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس دغه خبرې په واشنګټن کې په یوه کنفرانس کې وکړې. نیډ پرایس ...
Read More »په هرات کې د شرابو یوه کارخانه له منځه یوړل شوه
د سیمه اییزو رسینو د راپورونو له مخې د هرات پولیسو پدې ولایت کې د شرابو یوه کارخونه ویجاړه کړه. د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده رسنیو ته وویل، له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په ګذره ولسوالۍ کې پر یوې کارخونې برید کړی. ...
Read More »افغان ولسمشر: که د سولې پروسه ناکامه شي پاکستان ته تر ټولو زیات زیان رسیږي
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي که د سولې روانې خبرې ناکامې شي د نورو هېوادونو په پرتله پاکستان ته ډېر زیان اوړي. افغان ولسمشر دغه خبرې د ایکو سازمان سرمشریزې په آنلاین غونډه کې وکړې، نوموړي وویل پاکستان په افغانستان ته تلپاتې سولې راوستلو کې مهم رول لوبولای ...
Read More »د پاکستان سوپرلیګ د کرونا ویروس له کبله وځنډول شو
پاکستان سوپرلیګ شپږم پړاو لوبې وروسته له هغه وځنډول شوې، چې د لوبغاړو په ګډون اووه تنه په کورونا ویروس اخته شوي وه. د پاکستان سوپرلیګ پر رسمي پاڼو خبر ورکړل شوی، چې د پاکستان سوپرلیګ مسئولینو او د ګډونوالو لوبډلو مالکانو نن د پنجشنبې په ورځ سمدستي ناسته کړې ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس