Home » 2021 » مارچ (page 19)

Monthly Archives: مارچ 2021

افغانستان د هوايي دهلېزونو له لارې ۷۴۱۴ ټنه محصولات صادر کړي

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د بانک وايي، په تېر ۲۰۲۰ میلادي کال بهر ته د هوایي دهلیزونو له لارې د ۱۹۴ میلیون ډالرو په ارزښت ۷۴۱۴ ټنه کورني محصولات صادري شوي دي. د بانک د معلوماتو پر بنسټ دغه توکي‌ د ۵۱۳ الوتنو په واسطه چین، هند، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، ...

Read More »

افغان کومانډو ځواکونو په هرات کې د طالبانو زندان مات کړی

رویداد خبري آژانس

دافغانستان د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغان کومانډو ځواکونو تېره شپه د هرات په ادرسکن ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه زندان عملیات کړي چې له دې زندان یې ۳۴ کسان را خوشي کړي دي. دغه وزارت وایي، په خوشي شوو کسانو ...

Read More »

صالح: ترهګرو پرما،او یوشمېر حکومتي چارواکو باندې د برید پلان درلود

رویداد خبري آژانس

د ولسمشر لومړی مرستیال وایي چې ملي امنیت پر ده د بریدونو یو پلان شنډ کړی دی. امرالله صالح پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي چې وسله والو طالبانو ده د تګ راتګ پر لاره په شپاړسو ټکو کې د بریدونو پلان درلود خو د ملي امنیت منسوبین په دې بریالي شوي ...

Read More »

له لوګر۲۵۰۰ قلمه اثار کابل ته راوړل شوې دي

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنک وزارت وايي،د لوګر له مس عینک کان څخه شاوخوا ۲۵۰۰ قلمه موندل شوي لرغوني اثار کابل ته ولېږدل شول. د دغه وزارت ویاند صابر مومند پرون دوشنبه(د کب ۱۱مه) ازادي راډیو ته وویل:”د لوګر له مس عینک څخه شاا و خوا ۲۵۰۰ قلمه اثار ...

Read More »

تاجکستان او افغانستان د اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ددغه وزارت سیاسي مرستیال میرویس ناب پلازمینې دوشنبې ته تللی او د تاجکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره یې کتلي دي. په دې لیدنه کې د اسیا زړه هېوادونو کنفرانس پر جوړېدو، بین الافغاني خبرو ...

Read More »

کرنې وزارت: په ننګرهار کې د ۹۲۲ جریبه عادي او متراکمو بڼونو چارې پیل شوې

رویداد خبري آژانس

د کرنې او مالدارۍ وزارت د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې له خوا په ننګرهار ولایت کې د ۹۲۲ جریبه عادي او متراکمو بڼونو د جوړولو چارې پیل شوې دي. د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، یاد بڼونه چې پکې د انارو، شفتالو، املوک، چهارمغز، لیمو او ...

Read More »

امریکا له اوکراین سره د پوځي مرستې اعلان وکړ

رویداد خبري آژانس

د امریکا دفاع وزارت له اوکراین سره د ۱۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت پوځي مرسته اعلان کړه. پنټاګون په یوه اعلامیه کې وايي، په دې مرستو کې په وسلو سمبالې د ګزمې دوه کښتۍ هم شاملې دي څو اوکراین له هغو په کار اخېستو سره له خپل سمندري قلمرو څخه ...

Read More »

د امریکا د دفاع پخواني وزیرانو؛ په افغانستان کې د ځواکونو پاتې کېدو غوښتنه کړې ده

رویداد خبري آژانس

د واشنګټن ایګزماینر د راپور له مخې، د امریکا د دفاع وزارت دوو پخوانیو وزیرانو رابرت ګیټس او مارک ایسپیر ویلي چې په اوسني وضعیت کې له افغانستان څخه د ځواکونو ایستل به بدې پایلې ولري. د بارک اوباما د دورې دفاع وزیر رابرت ګیټس او د ټرمپ د دورې ...

Read More »

د امریکا سفارت: خلیلزاد دا ځل د اوربند رامنځ ته کولو او جګړو د کمولو هڅه کوي

رویداد خبري آژانس

په کابل کې د امریکا د سفارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې خلیلزاد په کابل کې له ګڼو افغان سیاسیونو او چارواکو سره کتلي دي او پر سوله یې خبرې ورسره کړې دي. د امریکا سفارت وایي چې خلیلزاد تر کابل وروسته دوحې او د سیمې ...

Read More »

سیګار: افغانستان کې د امریکا ۲٫۴ میلیارډه ډالره ضایع شوي

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د بیارغونې پر چارو د امریکا د حکومت د ځانګړي سر مفتش دفتر یا سیګار وایي،د ۲،۴د میلیارد ډالرو په ارزښت په افغانستان کې د امریکا په پیسو له جوړو شوېو تاسیساتو یا کار نه اخېستل کېږي او یا ضایع شوي دي. سیګار په یوه راپور کې چې ...

Read More »