Home » 2021 » جنوري (page 14)

Monthly Archives: جنوري 2021

لبنان له یوه کمپنۍ سره د کرونا ضد واکسین د رانیولو موافقه وکړه

رویداد خبري آژانس

لبنان پرون یکشنبې په ورځ د جنورۍ۱۷(مرغومي ۲۸) له فایزر کمپنۍ سره د ۲ ملیونه او یو لک ډوزه واکسین د رانیولو موافقه نهايي کړه. لبنان د کرونا ضد دغه واکسین په داسې حال کې رانیسي چې په کرونا ویروس د اخته کسانو د شمېر زیاتېدو یې د روغتیایي څارنې ...

Read More »

میرویس ناب:د افغانستان سوله د ټولې سیمې په ګټه ده

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي د افغانستان سوله د ټولې سیمې په ګټه ده او په دې تړاو د نړیوالو همکاري اړینه ده. ددغه وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال میرویس ناب، د ملي پخلاینې د عالي شورا ...

Read More »

افغانستان کې ۸۱ کسان په کرونا ویروس اخته شوي

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۸۱ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۵۴ زره او ۶۲ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت په خبره، په همدې ...

Read More »

فرانسه: امریکا او ایران دې اټمي ټړون ته بېرته راوګرځي

رویداد خبري آژانس

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر وايي، د ایران له لوري د اټمي تړون بیا بیا سرغړونې دا ضروري کړې چې تهران او واشنګټن بېرته دې موافقې ته راوګرځي. د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان ایو لودریان دا څرګندونې د ډونالد ټرمپ د ولسمشرۍ د دورې له پای ته ...

Read More »

د امریکا پلازمېنه واشنګټن ډي سي کې امنیتي تدابیر زیات شوي

رویداد خبري آژانس

د امریکا متحده ایالاتو په پلازمېنه واشنګټن ډي سي کې امنیتي تدابیر زیات شوي دي. دا تدابیر وروسته له دې ډ‌ېر شول چې تېره اوونۍ د ډونالد ټرمپ پلویان په زوره د کانګرس ودانۍ ته ننوتل او له بلې خوا د نوي ولسمشر جو بایډن د لوړې مراسم په رانږدې ...

Read More »

جرمني د فوټبال فدراسیون: ندیم امیري ته د سپکاوي قضیه په جدي توګه څېړو

رویداد خبري آژانس

 د جرمني د فوټبال فدارسیون ویلي، ندیم امیري ته د سپکاوي قضیه په جدي توګه څېړي. ندیم امیري چې په خټه افغان دی د جرمني د فوټبال په ملي ټيم او بایرن لورکوزن کې لوبېږي. بایرن لورکوزن د جمعې په ورځ له یونین برلین سره لوبه درلوده چې په پای ...

Read More »

حامد کرزي؛هېواد کې پر وروستیو تلفاتو ژوره اندېښنه څرګنده کړې

پخواني ولسمشر حامد کرزي، په هېواد کې د جګړې پر دوام او د تلفاتو پر ډېروالي خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده. د کرزي له مطبوعاتي دفتره خپرې شوې خبرپاڼه کې په کندز کې هوایي برید او پکتیا او بلخ ولایتونو کې وروستیو چاودنو ته په اشارې راغلي، پخوانی ولسمشر ...

Read More »

کوویدـ۱۹؛د امریکا اقتصاد په بېساري کچه اغېزمن کړی

راپورونه وایي چې په امریکا کې کوویدـ۱۹ لا هم په چټکۍ د خپرېدو په حال کې ده. د راپورونو له مخې، کرونا ویروس نه یوازې دا چې ډېر خلک یې وژلي او ډېر شمېر ورباندې اخته شوي دي، بلکې د دغه هېواد اقتصاد ته یې هم سخته ضربه ورکړې ده. ...

Read More »

د ترکیې توندو څرګندونو ته؛د مکرون سوړ ځواب، راځئ مسائل په خبرو حل کړو

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د ترکیې د دفاع وزیر خلوصي اکار وروستیو څرګندونو ته په ځواب کې ویلي چې ترکیه دې د خپلې سادګۍ له امله ستونزې نه ډېروي. هغه ویلي، دوی له ترکیې سره پر پوله د یو ښار د چارواکو له لوري ترکیې ته روښانه پیغامونه استولي ...

Read More »

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د دایمې اوربند پر راتلو ټینګار کړی

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړو د رایو په اکثریت هغه پرېکړه‌لیک تایید کړی چې له مخې یې دوی د بین الافغاني مذاکراتو ملاتړ کړی او په افغانستان کې یې د دایمي اوربند پر راتلو ټینګار کړی. د ملګرو ملتونو امنیت شورا وایي، په افغانستان کې دې روانه جګړه پای ته ورسېږي ...

Read More »