Home » سیمه او نړی » د ترکیې توندو څرګندونو ته؛د مکرون سوړ ځواب، راځئ مسائل په خبرو حل کړو

د ترکیې توندو څرګندونو ته؛د مکرون سوړ ځواب، راځئ مسائل په خبرو حل کړو

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د ترکیې د دفاع وزیر خلوصي اکار وروستیو څرګندونو ته په ځواب کې ویلي چې ترکیه دې د خپلې سادګۍ له امله ستونزې نه ډېروي.

هغه ویلي، دوی له ترکیې سره پر پوله د یو ښار د چارواکو له لوري ترکیې ته روښانه پیغامونه استولي دي او غوښتنه یې ترې کړې ده چې ټولې ستونزې په خبرو حل کېږي او په کار ده چې د مدیترانې ستونزه هم د مذاکراتو له لارې حل شي.

نوموړي زیاته کړې، ترکیه باید له ګواښونو لاس واخلي او د مسائلو حل په خبرو کې ولټوي.

د یادونې ده چې د ترکیې دفاع وزیر پرون اروپایي ټولنې ځانګړې توګه یونان ته ګواښ کړی و چې که چېرته خپلو غیر قانوني اقداماتو ته دوام ورکړي نو د تېر په څېر به سخت پښېمانه شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اسلام‌اباد کې د ايران او امريکا خبرې بې نتيجې پای ته ورسېدې

د امريکا د ولسمشر مرستيال ...