Home » سپورټ » جرمني د فوټبال فدراسیون: ندیم امیري ته د سپکاوي قضیه په جدي توګه څېړو
رویداد خبري آژانس

جرمني د فوټبال فدراسیون: ندیم امیري ته د سپکاوي قضیه په جدي توګه څېړو

 د جرمني د فوټبال فدارسیون ویلي، ندیم امیري ته د سپکاوي قضیه په جدي توګه څېړي.

ندیم امیري چې په خټه افغان دی د جرمني د فوټبال په ملي ټيم او بایرن لورکوزن کې لوبېږي.

بایرن لورکوزن د جمعې په ورځ له یونین برلین سره لوبه درلوده چې په پای کې یې د ندیم امیري او د یونین برلین د لوبغاړي فلوریان هوبنر تر منځ لفظي شخړه وشوه.

جرمني رسنیو په خپلو راپورونو کې ویلي، شکایت شوی چې ګواکې ندیم امیري ته د “چټل افغان” خطاب شوی دی.

امیري وروسته ویلي، هوبنر ترې بښنه غوښتې ده.

د فلوریان هوبنر مدافع بیا امیري ته د سپکو الفاظو کارول رد کړي.

د جرمني د فوټبال فدراسیون د کنټرول کمېټې مشر انتون ناخراینر ویلي، توکمپالنه او تبعیض د زغملو نه دی او همدا اوونۍ څېړنې پیلېږي چې که رښتیا سپکاوی شوی وي، عامل به یې خپله سزا وویني.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...