Home » 2020 (page 123)

Yearly Archives: 2020

کورونا: هغه نرسه چې ٣ مياشتې وروسته يې خپل ٢ کلن ماشوم غېږ کې واخيست

هغه نرسه چې د کورونا ناروغانو درملنې لپاره يې په روغتون کې دنده ترسره کوله، شاوخوا درې مياشتې وروسته يې خپل کوچنى ماشوم په غېږ کې واخيست او په داسې وخت کې يې خپل جذبات قابو نه شول کړاى، د هغې عکسونه په ټولنيزو رسنيو کې ډېر لاس په لاس ...

Read More »

راشد خان د نړۍ تر ټولو ارزښتناکه لوبغاړى اعلان شو

د ويسډن کرکټ مجلې په خپله نوې ګڼه کې افغان ورو توپ اچونکى راشد خان د نړۍ تر ټولو ارزښتناکه لوبغاړى اعلان کړى دى. د دغه مجلې شنونکي چې په کرکټ کې د لوبغاړو ارزښت ته له بېلا بېلو اړخونو پام کوي، په خپله نوې ګڼه کې د نړيوالو شل ...

Read More »

له ۸۰ سلنې زیات کوکنار د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې کرل کېږي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي د کوکنارو د کروندو لویه برخه د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې ده او دغه ډله هرکال له نشه‌یي توکو څخه زیات عواید لاس ته راوړي. د دغه وزارت له نشه‌يي توکو سره د مبارزې مرستیال محمدهاشم اورتاق تېره  ورځ د جون ...

Read More »

کونړ کې د پاکستانیانو په ګډون د لشکر طیبه ۶وسله وال وژل شوي

د کونړ سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې له افغان ځواکونو سره په نښته کې د بهرنیانو په ګډون د لشکر طیبه وسله وال وژل شوي دي. د کونړ د والي ویاند غني مصمم نن یوې رسنۍ ته ویلي، چې تېره شپه د لشکر طیبه وسله والو پر ...

Read More »

سپینه ماڼۍ: د روسیې په وړاندې د تورونو په هکله هېچ شواهد نه‌شته

سپینه ماڼۍ سپینه ماڼۍ وایي، د امریکا استخبارات په دې اړه چې روسیې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د وژلو پر سر طالبانو ته انعام ټاکلی وو، د نظر اختلاف لري.سپینه ماڼۍ زیاته وي هېڅ شواهد نه‌شته چې ثابته کړي، روسیې طالبانو ته انعام ټاکلی وي چې په افغانستان ...

Read More »

دفاع وزارت: پر لوګر او غزني د طالبانو څو حملې په شا وتمبول شوې

د افغانستان دفاع وزارت وايي، په لوګر او غزني کې یې د وسله‌والو طالبانو څو حملې په شا تمبولې دي. دغه وزارت نن په یوه اعلامیه کې ویلي، په لوګر او غزني کې د حملو په نتیجه کې یې ۱۲ تنه وسله‌وال وژل شوي او ۱۵ تنه‌یې ټپیان شوي دي. ...

Read More »

ملي امنیت شورا: د یو شمېر نورو طالب بندیانو پر خوشې کېدو کار روان دی

د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر وايي، تخنیکي ټیم یې پر دې کار کوي چې طالب زندانیان له بنده خوشې کړي.د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند جاوید فیصل د دوشنبي په ورځ رسنیو ته وویل چې له زندان څخه د هغو پاتې طالب یندیانو د خوشې کولو پر ...

Read More »

کراچۍ کې د ونډو پر بازار وسلوال برید شوی

وسلوالو نن شاوخوا لس بجې د پاکستان په ستر اقتصادي ښار کراچۍ کې د ونډو پر بازار برید کړی، چې له امله یې تر اوسه د دوو کسانو د وژل کېدو رپوټ ور کړل شوی، خو پاکستانیو پولیسو ویلي، څلور واړه بریدګر یې چې په درنو وسلو سمبال وو، وژلي ...

Read More »

هلمند کې پر دودیزې مېلې برید مرګ ژوبله اړولې

د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ په یوه دودیزه مېله یا جمعه بازار کې د چاودنو له امله ګڼ شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. پېښه نن دوشنبه (چنګاښ۹) لس بجې رامنځته شوې ده. د هلمند سیمه ییزچارواکې  پېښه تاییدوي، خو وايي چې وروسته به یې جزييات شریک ...

Read More »

څه ډول د وېښتانو تویېدو مخنیوی وکړو؟

د و ېښتانو ختلو مخنیوي لپاره زیاتې لارې چارې شته، خو لومړی باید هغه عامل پیدا شي چې د زیاتو وېښتانو تویېدو یا ختلو سبب کیږي. په یوه شپه او ورځ کې تر ۱۰۰ پورې وېښتانو تویدل یا ختل کاملاً طبعیي بلل کیږي، خو که چیري د ويښتانو تویېدل له ...

Read More »