Home » 2020 (page 120)

Yearly Archives: 2020

د امریکا استازو جرګې د بهرنیو چارو کمېټې پومپیو خپلې استماعیه غونډې ته وربللی

رویداد خبري آژانس

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو چارو کمېټې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو خپلې استماعیه غونډې ته وربللی دی. د راپور له مخې له مایک پومپیو غوښتل شوي چې ووايي، د ټرمپ ادارې څه ډول هغو راپورونو ته غبرګون وښود چې ګواکې د امریکا استخباراتي ...

Read More »

افغانستان کې بشر دوستانه اوربند او د تاوتریخوالي کمښت د چین او پاکستان غوښتنې

چین او پاکستان په افغانستان کې بشر دوستانه اوربند او د تاوتریخوالي کمښت غواړي. د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو مرستیال وزیرانو پرون د سولې په بهیر کې د افغانانو په مشرتابه او مالکیت د افغان حکومت د ملاتړ په برخه کې پر خپلو همکاریو ټينګار وکړ. دوی د وېډيو ...

Read More »

په ننګرهار کې یو تن د تښتوونکو له منګولو ازاد او خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.

د ننګرهار مسوولین  وایي، د ملي امنیت ځواکونو تېره ورځ   یو تن چې عبدالرحمن نومېږي او د ننګرهار د نازیان ولسوالۍ د ولسوال زوی او نېږدې ۲۱ ورځې وړاندې د جلال اباد ښار د شپږمې ناحې په مربوطاتو کې تښتول شوی و، د تښتوونکو له منګولو ازاد او نن خپلې ...

Read More »

په هلمند کې د انګورو حاصلات ډېر شوې

د انګورو د فصل په رارسېدو سره د هلمند د کرنې ریاست خبر ورکړئ، چې دغه ولایت کې به سږ کال د انګورو حاصلات د تېر کال په پرتله ډېر وی. د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وايي تمه ده، چې سږ کال به د هلمند د انګورو له ...

Read More »

اسرائیل د ایران د څارلو لپاره یو استخباراتي ستلایت فضا ته ولیږه

اسرائیل یوه مصنوعي سپوږمکۍ فضا ته وتوغوله چې د اسرائیلي مقاماتو په وینا د هیواد د پوځي استخباراتي اهدافو لپاره به د پام وړ اطلاعات راټول کړي. د اسرائیل د اوفک۱۶ مصنوعي سپوږمکۍ د دوشنبې په ورځ چنګاښ ۱۶ د شاویت په نامه توغندي په واسطه ددې هیواد په مرکزي ...

Read More »

د ننګرهار ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې د محلي پولیسو پر یو مشر موټر بم برید شوی دی.

د ننګرهار چارواکي وایي، دغه موټر بم برید نن سه شنبې چنګاښ ۱۷سهار لس بجې د کوز کونړ ولسوالۍ د بازار په مرکزي چوک کې د یادې ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو په ټیم لېډر میر زمان باندې شوی دی.  د ننګرهار ولایت والي ویاند عطاءالله خوګياڼي رویداد خبري آژانس ...

Read More »

‘افغانستان کې د جګړې ښکېل خواوې د ملکیانو ژوند ته درناوی نه کوي’

په افغانستان کې د بشري حقونو سازمانونه وايي، د ملکيانو د مرګ ژوبلې زیاتېدل جوتوي، چې د جګړې ښکېل لوري د ملکیانو ژوند ته درناوی نه کوي. د افغانستان د بشري حقونو سازمان وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې تر لاسلیک وروسته په افغانستان کې د جګړې لپاره ...

Read More »

‘د سولې د اجماع پیاوړتیا’: طالبان دې تاوتریخوالی راکم او سولې ته زمینه برابره کړي

د افغانستان د سولې هڅو لپاره چې کابل د هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون د درېیو مهمو غونډو کوربه دی. د هېواد  د ‘سولې لپاره د اجماع د پیاوړتیا’ په نوم د سیمه‌ییزې غونډې ګډونوالو له طالبانو وغوښتل چې تاوتریخوالی تر ډېره حده راټیټ او په نتیجه ...

Read More »

افغان ځواکونو په لغمان کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې

لغمان کې د افغان ګډو ځواکونو له لوري د یوه کمين په ترڅ کې د وسله والو طالبانو ۲۲ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د لغمان ولایت د ملي امنیت رئیس برید جنرال غلام حیدر رحمانزوی نن د یوه خبري کنفرانس پرمهال د وسله والو طالبانو وژل شوي جسدونه ...

Read More »

د افغانستان په ټولو ولایتونو کې حضوري زده کړې پیلېږي

د لوړو زده کړو وزارت د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت مسوولين وايي، په پوهنتونونو کې د حضوري زده‌کړو د بيا پيلېدو طرحه له کابینې او همدارنګه کرونا سره د مبارزې کمېټې سره شریکه کړې ده. د یاد وزارت مرستیال ویاند حنیف فرزان وایې،  که چېرې کابينې دا طرحه تاييد ...

Read More »