د کونړ سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې له افغان ځواکونو سره په نښته کې د بهرنیانو په ګډون د لشکر طیبه وسله وال وژل شوي دي. د کونړ د والي ویاند غني مصمم نن یوې رسنۍ ته ویلي، چې تېره شپه د لشکر طیبه وسله والو پر مرورې ولسوالۍ ډله ییز برید وکړ چې د څو ساعته جګړې په پایله کې د دریو پاکستانیانو په ګډون د لشکر طیبه شپږ غړي وژل شوي دي.
ښاغلي مصمم زیاته کړې چې د دښمن مرګ ژوبله یې ښايي له دې لوړه وي،خو تر اوسه شپږجسدونه امنیتي ځواکونو موندلي دي، نوموړی زیاته وي چې په دغه جګړه کې د محلي اردو یو سرتیری هم وژل شوی دی.
د سیمې یو شمېراوسېدونکي یوې رسنۍ ته ویلي دي، چې تېره شپه په مروره کې سخته جګړه شوې ده خو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري او سپکې او درنې وسلې پکې چلېدلې دي.
تر دامهاله وسله والو مخالفینو د دغه نښتې په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو روانه میاشت پخپل راپور کې وویل چې په افغانستان کې دا مهال د ۸۰۰۰ او ۱۰۰۰۰ ترمنځ بهرني جنګیالي موجود دي چې ۶۵۰۰ یې پاکستانیان دي..
د ملګرو ملتونو په راپور کې همدارنګه ویل شوي و چې لشکر طیبه او جیش محمد ډلې د افغان طالبانو تر چتر لاندې په کونړ، نورستان او ننګرهار ولایتونو کې فعالیت کوي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس