Home » 2020 (page 114)

Yearly Archives: 2020

د بارک اوباما او ګڼو نورو مشهورو امریکایانو ټوېټر حسابونه هک شوي

رویداد خبري آژانس

د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما او د مایکرو ساپټ کمپنۍ مشر بېل ګېټس په ګډون د دغه هېواد د سیاست او ټیکنالوجۍ نړۍ د مشهورو کسانو ټوېتر حسابونه هک شوي دي. د امریکا راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو نوماند جوبایډن، سندرغاړي کانیه وسټ، د ټسلا او سپېس اکس د بنسټګر ...

Read More »

طالبانو هلمند کې ۳۰ تنه امنیتي سرتیري خوشې کړي

رویداد خبري آژانس

طالبانو خبر ورکړی چې په هلمند ولایت کې يې د حکومت  ۳۰ تنه سرتیري  له خپلو زندانونو څخه خوشې کړي دي. قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند ” سهیل شاهین ” تېره ورځ په دې اړه په خپله ټویټر پاڼه لیکلي،چې هلمند کې د اسلامي امارت له زندان  څخه ...

Read More »

پاکستان: ۲۴ ساعتونو کې د کووېډ-۱۹ تر ۲،۰۰۰ زیاتې پېښې ثبت شوي

رویداد خبري آژانس

په پاکستان کې په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر ۲۵۵،۷۶۹ ته رسېدلی دی. د جولای پر ۱۵مع، د کووېډ-۱۹ ناروغۍ په اړه د حکومتي ووبپاڼې له وینا سره سم، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کورونا وایرس ۲،۱۶۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې په پېښو کې د ...

Read More »

ایران یوه تن امریکا ته د جاسوسۍ په تور اعدام کړ

د ایران د دفاع وزارت یو کارکونکی چې د امریکا استخباراتو ته په جاسوسۍ محکوم شوی و، اعدام شوی دی. د ایران د قضائیه قوې ویاند غلام حسین اسماعیلي د سه شنبه په ورځ جولاۍ۱۴مه (چنګاښ ۲۴مه) وویل چې رضا عسکري د خپل ماموریت په وروستیو کلونو کې پر سي ...

Read More »

رضوان مراد:طالبان د پاکستاني بندیانو پر خوشې کولو ټینګار کوي

رویداد خبري آژانس

د افغانستان جمهوري ریاست د لومړي مرستیال دفتر وايي چې د سولې د ټینګېدو لپاره د هغو طالب بندیانو خوشې کولو ته ژمن دي چې ورباندې د “حق‌العبدي” ادعا نه وي. د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال د مطبوعاتو مشر رضوان مراد د سې‌ شنبې په ورځ جولاۍ ۱۴مه (چنګاښ ...

Read More »

راپور: سږکال د افغانستان اقتصادي وده تر ۷.۴ سلنې ټیټېږي

رویداد خبري آژانس

نړیوال بانک وايي چې په افغانستان کې د کروناویروس د خپرېدو له امله د فقر د کچې زیاتوالي او د عوایدو کموالي ته په پاملرنې په ۲۰۲۰ کې به د دغه هېواد اقتصادي وده له ۵.۵ څخه نیولې تر ۷.۴ سلنې پورې راټیټه شي. له دې وړاندې نړیوال بانک ویلي ...

Read More »

عبدالرشید دوستم ته نن په رسمي ډول د مارشالۍ رتبه ورکړل شوه

رویداد خبري آژانس

د ولسمشر غني پخواني لومړي مرستیال او د جنبش اسلامي ګوند مشر عبدالرشید دوستم ته په رسمي ډول د مارشالۍ رتبه ورکړل شوه. دغه مراسم چې نن چهارشنبه جولای ۱۵(چنګاښ۲۵) په جوزجان کې نیول شوي و د ملي مصالحې د عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله، د ولسمشر غني د دفتر ...

Read More »

بلوچستان کې یوولس پاکستاني عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

رویداد خبري آژانس

د پاکستان د بلوچستان د پنچګور په ګیچک سیمه کې د دغه هېواد یوولس پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر وایي چې په دې برید کې درې پوځیان وژل شوي، اته نور ټپیان دي.د سرچینې په وینا، په ټپیانو کې د پنځو روغتيايي ...

Read More »

یوه امریکایي شرکت ادعا کوي چې کرونا ویروس واکسین یې جوړ کړی

رویداد خبري آژانس

د درمل جوړولو یوه امریکایي شرکت ادعا کړې چې کرونا وایرس ضد واکسین یې جوړ کړي دي.د مادرنا په نوم دغه شرکت وایي، په څلویښتو کسانو یې د خپلو واکسینو ازموینه کړې او له کوم جانبي عوارض پرته یې په بدن کې د کرونا ضد انټي باډي تولید کړې ده. ...

Read More »

ملي اردو په ٣٠٣ مسافرو موټر ډزې کړي یو کس وژل شوی، درې ټپیان دي

رویداد خبري آژانس

د کابل۔ کندهار پر لاره ٣٠٣ مسافر وړونکي بس موټر د ملي اردو عسکرو ډزې کړي چې له امله یې درې تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د دغه ډزو په غبرګون کې د غزني په شهباز سیمه کې خلکو د کابل۔ کندهار پر لاره لاریون کړی دی. لاریونوال وایي، ...

Read More »