Home » سیمه او نړی » پاکستان: ۲۴ ساعتونو کې د کووېډ-۱۹ تر ۲،۰۰۰ زیاتې پېښې ثبت شوي
رویداد خبري آژانس
پاکستان

پاکستان: ۲۴ ساعتونو کې د کووېډ-۱۹ تر ۲،۰۰۰ زیاتې پېښې ثبت شوي

په پاکستان کې په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر ۲۵۵،۷۶۹ ته رسېدلی دی.

د جولای پر ۱۵مع، د کووېډ-۱۹ ناروغۍ په اړه د حکومتي ووبپاڼې له وینا سره سم، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کورونا وایرس ۲،۱۶۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې په پېښو کې د کمي ښکارندويي کوي.

په پاکستان کې له کووېډ-۱۹ ناروغۍ ۵،۳۸۶ کسان مړه شوي خو تر يو لاک ۷۲ زره زيات ورڅخه رغېدلي هم دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت په يو شمېر سيمو کې نرم ټولبند عملي کړی دی.

کورونا وایرس د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر مياشت کې د چين په ووهان ښار کې څرګند شو چې د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا د نړۍ تقريباً ټولو هېوادونو ته خپور شوی دی.

د امریکا د جانز هاپکېنز پوهنتون له وینا سره سم، تر دې دمه په نړۍ کې تر يو کروړ ۳۴ لاکه ۶۲ زره زيات کسان په دې وايرس اخته شوي چې تر پېنځه لاکه ۸۱ زره زيات ورڅخه مړه شوي او شاوخوا ۷۸ لاکه بېرته جوړ شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اسلام‌اباد کې د ايران او امريکا خبرې بې نتيجې پای ته ورسېدې

د امريکا د ولسمشر مرستيال ...