د افغانستان ملي دفاع وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي چې په غزني کې د دوو موټر بمونو د چاودنو مخنیوی يې کړی. په خبر پاڼه کې د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي وویل وسلوالو طالبانو دوه مازدا ډوله موټر له چاودیدونکو توکو ډک کړي وو ...
Read More »Monthly Archives: دسمبر 2020
شمیع الله شینواري د بهترینې لوبې په کولو سره د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه
سمیع الله شینواري تېره شپه د بهترینې لوبې او چټکه توپوهنه ترسره کړه چې ډمبوله وایکینګ ته يې بریا ورپه برخه کړه او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه يې هم ترلاسه کړه. د سریلانکا تجارتي لیګ یا لنکا پریمئیر لیګ ۱۷مه لوبه تېره شپه د ګال ګلیډیټرز او ډمبوله ...
Read More »ننګرهار کې د یوه خصوصي تلوېزیون خبریاله ووژل شوه
په ننګرهار ولایت کې ځايي چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز جلال اباد کې د انعکاس تلوېزون خبریاله ملاله میوند نن سهار د پنجشنبې ورځ دفتر ته د تلو پر مهال ووژل شوه. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، ملاله میوند د ...
Read More »بلخ کې ۷ پولیس د طالبانو سره په جګړه کې وژل شوي. چارواکي
د بلخ ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې اوه پولیس د طالبانو سره په نښته کې وژل شوي دي. د یاد ولایت د چهاربولک ولسوال ذبیح الله ذاهد رسنیو ته ویلي چې د پولیسو پر یوه پوسته د طالبانو د برید په پایله کې د یادې پوستې ۷ تنه سرتیري وژل ...
Read More »امنیتي ځواکونو د عبدالولي طوفان قاتل نیولی
امرالله صالح وايي، امنیتي ځواکونو د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ قومي مشر او متقاعد ډګروال عبدالولي طوفان قاتل تېره ورځ د پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې نیولی دی. د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، د ډګروال عبدالولي طوفان قاتل یې نیولی دی، ...
Read More »بشري حقونه: بین الافغاني خبرو کې لومړی ګام بايد د تاوتريخوالي ختمول او پر اوربند هوکړه وي
د بشري حقونو کمېسیون وايي،د سولې مذاکراتي ټیمونه دې د خپلو خبرو او پرېکړو بنسټ اساسي قانون، د بشري حقونو نړيواله خبرپاڼه او نړیوال تړونونه وټاکي. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون نن چهارشنبه ډسمبر نهمه(لېندۍ۱۹) د «بشري حقونو نړیواله ورځ او د جګړې د قربانیانو د یاد ملي ...
Read More »پاکستان کې یو خبریال وژل شوی
د پاکستاني راپورونو له مخې د یاد هېواد په شمال لویدیځه سیمه کې نامعلومو وسلوالو یو خبریال وژلی دی. پاکستاني پولیس رسنیو ته ویلي خبریال قیس جاوید په دیره اسماعیل خان ښار کې د وسلوالو موخه ګرځیدلې. د دېره اسماعیل خان امنیتي چارواکو ویلي چې د یادې پیښې په اړه ...
Read More »چارواکي: سږکال خوست کې د ګنیو حاصلات زیات شوي
د خوست د کرنې ریاست چارواکي وايي، سږکال په خوست ولایت کې دوه زره او ۹۱۸ ټنه ګنۍ تولید شوې دي. د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې سږکال د دې ولایت د مرکز متون په ګډون باک او صبریو ولسوالیو کې پر۵۸۶هکتاره ځمکه ګنۍ کرل ...
Read More »عبدالله عبدالله جوماتونو ته له لومړي تر درېیم ټولګیو پورې لېږد طرحه ناسمه پرېکړه بولي
دافغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر، عبدالله عبدالله جوماتونو ته له لومړۍ تر درېیم ټولګیو پورې لېږد طرحه کاملآ ناسمه بولي. عبدالله عبدالله چې نن سې شنبې د ډیسمبر اتمه ( لیندۍ ۱۸) د افغان سولې بهیر په تړاو یوې غونډه کې خبرې کولې وویل چې د ...
Read More »امریکا کې په لومړي ځل یو تور پوستی د دفاع وزیر ټاکل کېږي
امریکايي رسنیو راپور خپور کړی چې جوبایډن غواړي تور پوستی اسټین د دفاع وزیر په توګه غوره کړي. راپورونه زیاتوي جنرال لویډ اسټین په دې وروستیو کې په کور وو. لومړنی تور پوستی جنرال دی چې د نړۍ تر ټولو ځواکمن پوځ مشر کېږي. د امریکا منتخب ولسمشر د خپل ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس