Home » سپورټ » شمیع الله شینواري د بهترینې لوبې په کولو سره د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه
رویداد

شمیع الله شینواري د بهترینې لوبې په کولو سره د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه

سمیع الله شینواري تېره شپه د بهترینې لوبې او چټکه توپوهنه ترسره کړه چې ډمبوله وایکینګ ته يې بریا ورپه برخه کړه او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه يې هم ترلاسه کړه.

د سریلانکا تجارتي لیګ یا لنکا پریمئیر لیګ ۱۷مه لوبه تېره شپه د ګال ګلیډیټرز او ډمبوله وایکینګ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

د لوبې په پیل کې ډمبوله وایکینګ پچه وګټله او لومړی يې د ګال ګلیډیټرز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

ګال ګلیډیټرز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۸ منډې وکړې، چې له ډلې يې ګونتالیکا ۴۶، جی سوریا ۳۹ او راجا پکسا ۳۱ منډې وکړې.

د ډمبوله وایکینګ له لوري شناکا، مینډس او راجیټا ۲-۲ لوبغاړي وسوځول.

د ۱۶۹ منډو هدف د ډمبوله وایکینګ لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ۴ ویکټو په توپیر يې بریا خپله کړه.

سمیع الله شینواري په وروستیو کې چټکه توپوهنه ترسره کړه چې د ۲ شپږیزو او ۶ څلوریزو په مټ يې په ۲۰ توپونو ۴۶ ناسوځېدلې منډې وکړې، همدا راز انجیلو پریرا ۴۵ او نیروشان ډیکویلا ۳۸ منډې وکړې.

د ګال ګلیډیټرز له لوري لکشن ۲، سنداکان، جی سوریا او محمد عامر ۱-۱ ویکټ واخیستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه سمیع الله شینواري ته ورکړل شوه.

د یادولو وړ ده چې د ګال ګلیډیټرز د ننۍ ماتې سره پلی اف پړاو ته د تګ چانسونه راکم شو، که چېرته کنډي ټسکرز ته يې په ستر رن رېټ ماتې ورکړه، نو د مخکې تګ چانس يې شته، ګني مخکې تګ يې ګران دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...