د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي، چې د افغانستان په ختیځ کې د وروستیو سېلابونو له امله یې په نورستان ولایت کې د پاکو اوبو د برابرولو یو موقتي سیستم فعال کړی دی. د یونیسف په وینا، دغه سیستم د ۶۰ زره لېټره اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري او شاوخوا دوه زره کسانو ته د څښاک خوندي او پاکې اوبه برابروي.
یونیسف زیاته کړې، چې وروستیو سېلابونو د افغانستان په ختیځ کې څو ولایتونه اغېزمن کړي او ګڼې کورنۍ یې له بېړنیو بشري اړتیاوو سره مخ کړې دي. د دغې ادارې په وینا، د طبیعي پېښو پر مهال پاکو اوبو ته لاسرسی د ناروغیو د مخنیوي او د خلکو د روغتیا د ساتنې لپاره له مهمو لومړیتوبونو څخه ګڼل کېږي.
یونیسف ټینګار کړی، چې له خپلو همکارانو سره په ګډه هڅه کوي څو اغېزمنو سیمو ته د اوبو، حفظ الصحې او روغتیايي خدمتونو لاسرسی پراخ کړي او د سېلاب ځپلو کورنیو بېړنۍ اړتیاوې پوره کړي. دغه اداره وايي، په بیړنیو حالاتو کې د پاکو اوبو برابرول د خلکو د ژوند ژغورنې او د اوبو له لارې د لېږدېدونکو ناروغیو د مخنیوي لپاره حیاتي ارزښت لري.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس