د کندهار ولایت چارواکي وایي، د دغه ولایت په مرکز اړوند د شهید عظیم الله د نجونو د ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه او همدارنګه د شهید عبدالله لومړنۍ ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د کندهار د پوهنې رییس محب احمد روښان وایي د شهید عظیم الله د نجونو ښوونځي ودانۍ په پاخه او اساسي ډول په دوو پوړنو کې د ۸ میاشتو په موده کې ۱۰۸ زره امریکایي ډالرو په مجموعي لګښت د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې (UNHCR) په مالي مرسته جوړه شوي ده.
ښاغلی روښان زیاته کړې چې دغه ښوونځۍ اته درسي خونې، دوه اداري خونې، تشنابونه د زده کوونکو لپاره میز او څوکۍ، د پاکو اوبو څاه او نورې اړینې اسانتیاوي لري.
نوموړي دغه راز ویلي، چې د شهید عبدالله لومړنۍ ښوونځي ودانۍ په پاخه او اساسي ډول د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې (UNHCR) په مالي مرسته د ۳۴۰ زرو ډالرو په مجموعي لګښت د یو کال په موده کې جوړیږي، چې ۱۲ درسي خونې، دوه اداري خونې، د زده کوونکو لپاره میز او څوکۍ، د پاکو اوبو څاه او نوري اړوندې آسانتیاوي به ولري.

د یادونې وړ ده چې د ښوونځي د بنسټ ایښودلو په غونډه کې، مرستیال والي فیصل شیرزی، د پوهنې رییس پوهنیار محب احمد روښان او د ملګرو ملتونو د ادارې مسوول هر یو د تعلیم او روزنې ګټې او په خاص ډول د نجونو د تعلیم په اړه خبرې وکړې او د سیمې له اوسیدونکو یې وغوښتل چې خپل ماشومان په ښوونځیوکې شامل کړي .