کاهو اراموونکی خاصیت لري چې وینه تصفیه کوي، قبضیت او لوږه له منځه وړي، د مخ د قیافې ښایستوالی ساتي.
تحقیقات ښيي چې د کاوو پر اوبو مخ مینځل، مخ ته ښایسته بڼه ور بښي.علماء د کاهو په اړه وایي، کاهو د سلفیډ، سلفایت، فاسفوریک اسید، مس، کاربونینټ او داسې نورو موادو لرونکی دی.
کاوو په خپل ترکيب کې ويټامين (أ)، (ب۱)، (سي)، او ويټامين (اي) هم لري، او له دې علاوه په لږه پيمانه دسيلينيوم لرونکی هم ده، چې دبدن دفاعي سيستم دپياوړتيوب مرسته کوي.
پوهانو زياته کړې چې کاوو دانسان بدن نرموي ځکه چې په زياته پيمانه اوبه لري، همدا راز اعصاب او دماغ ته آرامښت وربخښي، او ددې سره سره پوستکی ډير روښانه کوي او صافوي.
کاهو د وینې د بهېدو او د وېښتو د تویېدو او سپینېدو مخه نیسي، کاهو په اشتها پیدا کولو او د مخ په ښایستوالي کې مهم رول لوبوي، همدا راز بې خوبي، لوږه، د هډوکو بخار، له منځه وړي، وینه منځ ته راوړي، د معدې درد، سر درد او د هډوکو درد اراموي، او داسې نورې ډېرې ګټورې فایدې لري.
کاوو يو دهغو ترکاريانو څخه ده چې په زياته پيمانه دويټامينونو لرونکی دی، کاوو په خاصه توګه دهډوکو په پياوړيتوب کې مرسته کوي، او دزهايمر (دياداښت له منځه تګ) دناروغۍ څخه دانسان ژغورنه کوي، همدا راز دکولمو لپاره ډير ګټور ثابت شوی دی.
په کاوو کې په زياته پيمانه کلسيم او فاسفورس شته چې دغه دواړه عنصرونه دهډوکو لپاره زيات ګټور دي، همدا راز کاوو د فوليک تيزاب يو مهم قدرتي مصدر او منبع ګنل کيږي.
کاهو چې په عربي کې ورته (خس) او په ترکي کې ور ته (خاس) وايي، د سلولوز موادو له جملې څخه شمېرل کیږي، چې ډېره ښکلې بڼه لري او په تېز سرعت سره هضم کیږي. پوهان وايي چې دکاوو دتيز شين رنګه پاڼو خوړل مخکې له خوبه، ددردونو دمسکن (آراموونکی) کار هم ورکوي
د کاهو نورې ګټې:
1-د ویټامین A غني منبع.
2-د مخ له لکو او داغونو مخنیوی کوي.
3-هډونه قوي کوي.
4-د اوسپنې معتبره منبع ده.
هغه ښځمنې چې حمل نشې آخستی ترې ډیره ګټه دې پورته کړي.
5-د کلسیم او پوټاسیم ښه منبع
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس
