په کابل کې د چين سفير وانګ يوو وايي، چې امريکا په افغانستان کې يو لړ بشري مسايل د پلمې په توګه جدي نيسي او په دې توګه د غچ اخيستلو هڅه کوي.
نوموړي پرون شنبه د (مرغومي په ۲۵مه) د کورنيو چارو له سرپرست وزير سراجالدين حقاني سره د لېدنې پر مهال ويلي، امريکا په افغانستان کې د ټولشموله حکومت په ګډون د بشر حقونه، د ښځو حقونه او د بيان له ازادۍ د پلمې په توګه استفاده کوي.
کورنيو چارو وزارت په دې اړه خپره کړې خبرپاڼه کې د وانګ يوو له قوله ويلي، چې امريکا پر افغانستان د اقتصادي بنديزونو له وضعه کولو سره هڅه کوي چې له افغانانو د خپلې ماتې بدل واخلي.
نوموړي د کورنيو چارو له وزارت غوښتي چې په راتلونکي کې د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان خاورې د کارېدو مخه ونيسي.
په همدې حال کې د کورنيو چارو سرپرست وزير سراجالدين حقاني د چين له بشري مرستو هرکلی کړی او ويلي يې دي چې چين دې په اوسنيو حساسو شرايطو کې له افغانانو سره مرستو ته دوام ورکړي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس