Home » فرهنګی او ټولنیز » چارواکي:د ننګرهار بهسودو ولسوالۍ ښوونکو ته د ځمکو نمرې مشخصي شوې
رویداد خبري آژانس

چارواکي:د ننګرهار بهسودو ولسوالۍ ښوونکو ته د ځمکو نمرې مشخصي شوې

د ننګرهار پوهنې ریاست چارواکي وایي چې د بهسودو ولسوالۍ ۸۰۸ تنه ښوونکو ته د پچه اچونې له لارې د ځمکو نمرې مشخصې شوې.

د ننګرهار پوهنې ریس حسیب الله شینواري په یوه غونډه کې خبرې کولې وویل:” هر ښوونکي ته د خدمت په مقابل کې پر مالي امتیازاتو سربېره د حکومت له لورې د یوې نمرې ځمکې ورکړه هم امتیازي بڼه لري.”

پوهنې ريیس له هغو ښوونکو نه چې د پچې اچونې په پروسه کې د بحراباد په ښارګوټي کې ځمکه تر لاسه کوي وغوښتل چې خپله ځمکه اباده او دا ښارګوټی له هر پلوه مثالي ښارګوټی شي.

رویداد خبري آژانس

نوموړي زیاته کړې، چې په دې ښارګوتی کې د شاملو ادارو څخه به وغواړي چې د بحراباد د ښوونکو په ښارګوټي کې خپل مکلفیت ترسره کړي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې د بهسودو ولسوالۍ پوهنې آمریت اړوند ۱۲۱۶ تنه ښوونکي لري چې د اوس لپاره یې په یاد ښارګوټي کې ۸۰۸ تنو ته د ځمکې نمرې چمتو شوي چې د پچه اچونې له پروسی وروسته به ورته په واک کې ورکړل شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ پوهان د ټولنیز عدالت تامین د پرمختګ او ثبات لامل ګڼي

  نن د فبرورۍ ۲۰مه ...