د افغانستان د پوهنې وزارت وایي، پکتیا ولایت په مرکز او ولسوالیو کې تېره ورځ د یونیسف موسسې په مرسته د قرطاسیې وېشلو لړۍ پیل شوه.
دغه وزارت نن دوشنبه (د وري ۲۳مه نېټه) په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، د وېش په دې لړۍ کې ۲۳۰۰۰ زده کوونکو ته بکسې، ۹۲۳ کڅوړې تدریسي مواد او ۹۲۶ کڅوړې د ښوونکو د اړتیا وړ تدریسي مواد وویشل شول.