Home » فرهنګی او ټولنیز » پوهنې وزارت: لوګر کې پر ۲۵۰ ښوونکو د استوګنې نومرې ووېشل شوې
رویداد خبري آژانس

پوهنې وزارت: لوګر کې پر ۲۵۰ ښوونکو د استوګنې نومرې ووېشل شوې

د افغانستان د پوهنې وزارت وایي، د لوګر ولایت مرکز اړوند د ښوونکو په ښارګوټي کې پر ۲۵۰ مستحقو ښوونکو د استوګنې نومرې ووېشل شوې.

پوهنې وزارت د لوګر د پوهنې رئیس سید عزیز احمد هاشمي له قوله لیکلي، چې ډېر ژر به په دې ښارګوټي کې پر پاتې نورو مستحقو ښوونکو هم یوه- یوه نومره ځمکه ووېشل شي.

د پوهنې رئیس په یاده برخه کې د ولایت مقام، امنیتي ارګانونو، د انجینرۍ او املاکو مدیریتونو د نه ستړي کېدونکو هلو ځلو له امله هم مننه او قدرداني وکړه.

یاد وزارت زیاتوي، چې یاد ښارګوټی د پل علم شمال لوېدیځ ته د شېروازې په سیمه کې دولتي پوهنتون ته څېرمه موقعیت لري، چې ۳۵۰ جریبه ځمکه ورته ځانګړې شوې ده.

پوهنې وزرات دغه راز ویلي، دغه ښارګوټی ۹۹۷ د استوګنې نومرې لري، چې یواځې په مرکز پل علم پورې اړوندو مستحقو ښوونکو ته په وړیا ډول ورکول کېږي.

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د پوهنې وزارت ویلي، چې په دې ښارګوټي کې د ژوندانه لازمې اسانتیاوې لکه سړکونه، ښوونځي، کلینیکونه، جوماتونه، تجارتي ساحې او شنې سیمې په پام کې نیول شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ پوهان د ټولنیز عدالت تامین د پرمختګ او ثبات لامل ګڼي

  نن د فبرورۍ ۲۰مه ...