Home » فرهنګی او ټولنیز » پوهنې وزارت: د لوګر محمدآغې ولسوالۍ کې یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه
رویداد خبري آژانس

پوهنې وزارت: د لوګر محمدآغې ولسوالۍ کې یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

د افغانستان د پوهنې وزارت د لوګر محمدآغې ولسوالۍ د سیاه کوه د لومړني ښوونځي نوې ودانۍ د جوړېدو خبر ورکړی دی.

د پوهنې وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د لوګر ولایت په محمدآغې ولسوالۍ کې د ښوونځي نوې ودانۍ د کلیو بیا رغاونې او پراختیا وزارت د اقراء پروګرام له لارې په پاخه او اساسي ډول جوړه کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې جوړه شوې ودانۍ ۴ درسي ټولګي، د اوبو یوه څاه او ۵ تشنابونه لري، چې په یوه وخت کې ۲۰۰ زده کوونکي پکې زده کړې کولای شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ پوهان د ټولنیز عدالت تامین د پرمختګ او ثبات لامل ګڼي

  نن د فبرورۍ ۲۰مه ...