Home » فرهنګی او ټولنیز » پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو معینیت تشکیلات بېرته فعال کړل
رویداد خبري آژانس

پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو معینیت تشکیلات بېرته فعال کړل

 د پوهنې وزارت وايي چې د ولسمشرغني د فرمان پر بنسټ د اسلامي تعليماتو معينيت بېرته د تېر په څېر فعال شوى دى.

د افغانستان د پوهنې وزارت له خوا په يوه خپره کړې اعلامیه کې راغلي چې د دوى په وړانديز او د ولسمشر له حکم سره سم د اسلامي تعليماتو معينيت او تشکيلات يې بېرته فعال شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي، چې د اسلامي تعليماتو معينيت د تشکيلاتو دوه طرحې ولسي جرګې ته استول شوې وې، په يوه طر حه کې د اسلامي تعليماتو د يوه اجرائيو بورد رامنځته کول چې د يوې ښځې په ګډون به پنځه غړي ولري.

د پوهنې وزارت ويلي چې دويمه طرحه يې د اسلامي تعليماتو د معينيت پخوانى تشکيل بېرته رامنځته کول دي.

یاد وزارت زياته کړې چې د ولسي جرګې او مشرانو جرګو د غړو، د هېواد د علماوو او خلکو د غوښتنو پر اساس دوى د اسلامي تعليماتو پخوانى معينيت بېرته فعاله کړ.

دا په داسې حال کې ده چې د پوهنې وزارت پخوا ويلي وو چې د اصلاحاتو په لړ کې يې څو معينيتونه سره مدغم کړي چې يو په کې د اسلامي تعليماتو معينيت هم و.

د وزارت دغې پرېکړې په پراخه کچه د خلکو ، سياسي ګوندونو، مدني ټولنو او د ملي شورا غبرګونونه را وپارول او د دې پرېکړې سخت مخالفت يې وکړ.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ پوهان د ټولنیز عدالت تامین د پرمختګ او ثبات لامل ګڼي

  نن د فبرورۍ ۲۰مه ...