د افغانستان د رسنیو ځینو خبریالانو او مسوولانو د افغانستان د بیان ازادۍ کور په نوم یو بنسټ جوړ کړ.
دغه بنسټ پرون شنبې په ورځ (د وري ۲۸مه نېټه) په خپله لومړۍ ناسته کې د سولې پروسې په پای کې د خبریالانو او د بیان د ازادي د خوندیتوب غوښتنه وکړه.
د افغانستان د بیان ازادۍ کور په خپله خبرپاڼه کې د خبریالانو په وړاندې د شوي تاوتریخوالي او وژنو د پېښو څېړنه هم غوښتې ده.
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د روان میلادي کال په لومړیو کې ویلي وو چې په قطر کې د ۲۰۲۰م کال په سپټمبر میاشت کې د سولې مذاکرو له پیل سره جوخت په افغانستان کې د خبریالانو په وړاندې زورزیاتی زیات شوی دی.
په دې موده کې ځینې خبریالان وژل شوي چې د عاملانو د محاکمې برخه کې د کوم پرمختګ راپور نه دی ورکړی شوی دی.