په تاجکستان کې پرون تر ۹ میاشتني ځنډ وروسته د لمونځ کوونکو پرمخ د جوماتونو دروازې بېرته پرانیستل شوې.
دغه جوماتونه د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف د لګول شویو محدودیتونو له کبله تړل شوي وو.
اوس د تاجکستان حکومتي چارواکي ادعا کوي، چې په دغه هېواد کې د تېرو درېیو اوونیو په لړ کې د کرونا ويروس یوه تازه پېښه هم نه ده ثبت شوې.
پرون له اپرېل میاشتې راوروسته د لومړي وار لپاره د پلازمېنې دوشنبې په جامع جومات کې په سلګونو لمونځغاړو د جماعت لمونځ وکړ.
د جنورۍ تر لومړیو په دغه هېواد کې د کرونا ويروس مثبتې پېښې ۱۳زه ۳۰۸ وې، چې تر هغه راوروسته ظاهراً بله مثبته پېښه نه ده ثبت شوې، خو روغتیايي متخصصان دې موضوع ته د شک په سترګه ګوري.