Home » سیمه او نړی » پاکستان کې د امنیتي وضعیت په اړه د دغه هېواد د چارواکیو اندېښنه

پاکستان کې د امنیتي وضعیت په اړه د دغه هېواد د چارواکیو اندېښنه

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله په خيبر پښتونخوا کې د امنیتي حالت په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او د پېښور په سر بند کې یې د پولیسو پر مرکز  ترهګریز برید يې غندلی دی. 

رانا ثناالله ویلي، مرکزي حکومت په خیبر پښتونخوا کې د امنیتي حالت د خرابېدو په اړه اندېښمن دی.  دی وايي په خیبر پښتونخوا کې ترهګر د پولیسو پر مرکزونو بریدونه کوي، پولیس او افسران په نښه کېږي. 

وسله والو د تېرې جمعې په شپه د خيبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د سر بند د پوليسو پر تاڼې بريد کړی و.  چارواکو ویلي امنیتي ځواکونو له دغه برید وروسته بریدګر تعقیب کړي او نښته کې ورسره یو افسر او دوه پولیس وژل شوي دي.

د امنیتي سرچینو په وینا دغه برید کې لاسي بمونه، سنایپر یا نښه ویشتونکي ټوپکونه او اتوماتې وسلې کارول شوې دي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اسلام‌اباد کې د ايران او امريکا خبرې بې نتيجې پای ته ورسېدې

د امريکا د ولسمشر مرستيال ...