Home » افغانستان » ولسي جرګه:افغان حکومت د ښوونکو د معاشونو له زیاتېدو سره مخالفت کوي
رویداد خبري آژانس

ولسي جرګه:افغان حکومت د ښوونکو د معاشونو له زیاتېدو سره مخالفت کوي

د ولسي جرګې یوشمېر غړي وایي افغان حکومت د ښوونکو د معاشونو له زیاتېدو سره مخالفت کوي.

د ولسي جرګې غړي وایي د ۱۴۰۰ کال په بودیجه کې د امتیازي معاشونو او اضافي لګښتونو لپاره د حکومت له لوري میلیاردونه افغانۍ ځانګړې شوې دي خو د ولسي جرګې غړي ټینګار کوي چې باید د ښوونکو او ځينو ټيټ پوړو مامورینو معاش لوړ کړل شي.

وکیلان وایي حکومت د خپلو سیاسي اړیکو لپاره د معاشونو ځانګړي سیستمونه رامنځ ته کړي دي چې د لوړپوړو چارواکو نږدې کسان لوړ او غیر عادلانه معاشونه اخلي.

د ولسي جرګې غړي ټینګار کوي چې باید د مامورینو په معاشونو کې عدالت رامنځ ته شي او په ځانګړې توګه د ښوونکو معاشونه باید لوړ کړل شي ځکه په دې سختو شرایطو کې دوی په کمو معاشونو کار کوي او د وکیلانو وجداني مسوولیت دی چې ددوی له حقوقو دفاع وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اروپايي ټولنې له افغان زدکوونکو نجونو سره لس میلیونه یورو مرسته وکړه

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ...