Home » فرهنګی او ټولنیز » هیڅکله له نورو دغه ډول تمه مه کوئ
رویداد خبري آژانس

هیڅکله له نورو دغه ډول تمه مه کوئ

۱. کله چې نور خلک ستا له نظریو، خبرو او اعمالو سره موافق نه وي، نو په غوسه کیږه مه، ځکه چې همدا غوسه هم بې مانا ده او هم له خطره ډکه ده. نو هیڅکله له خلکو د دې تمه مه کوه چې باید له تاسره په هره خبره، نظریه، او عمل کې موافق واوسي.

۲. له نورو خلکو د دې تمه مه کوه چې باید تا له هرې لویدنې بیرته پورته کړي. ځکه هر څوک خپلې ستونزې لري او دا چې یو څوک نه شي کولای ستا له اوږو بار کم کړي، په دې مانا نه ده چې ستا پروا نه ساتي. ښايي چې هغه به له تا هم زیاتې او سترې ستونزې لري.

۳. دا چې ستا ملګري او یا هم نور خلک تا نه شي درک کولای، په دې مانا نه ده چې ګوندې تا نه به کوم څه کم شي. نو له نورو خلکو د دې تمه مه کوه چې باید تل تا درک کړي.

۴. ښايي چې له ځینو خلکو سره به ته ښه چلند او خواخوږي کوې، خو په مقابل کې به هغوی په خپل چلند او خواخوږي کې درته پاتې راځي. نو له نورو د دې تمه مه کوه چې باید هغسې چلند درسره وکړي، کوم ډول چې ته یې ورسره کوې.

۵. له ملګرو دې تل دا تمه مه کوه چې باید تل سره یوځای و اوسئ. ځکه ځینې وخت شرایط دومره سختیږي، چې هرڅوک یې په عین شکل نه شي کابو کولی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ پوهان د ټولنیز عدالت تامین د پرمختګ او ثبات لامل ګڼي

  نن د فبرورۍ ۲۰مه ...