د هندوستان د سیرم انستیتوت چې په نړۍ کې د واکسین ستر تولیدي شرکت بلل کیږي، له هغو هېوادونو څخه چې د کووېد-۱۹ ضد واکسین ته په تمه دي، غوښتي چې حوصله وکړي.
دغه شرکت وايي لارښوونه ورته شوې چې لومړی د هند اړتیاوې پوره کړي او بیا نورو هېوادونو ته دې واکسین تولید کړي.
د شرکت مشر ادار پونه والا پرون یکشنبې په ورځ (د کب۳ مه نېټه) په خپل ټویټر کې لیکلي دي هڅه به وکړي چې د هند او نړۍ د ضرورتونو ترمنځ توازن وساتي.
د سیرم دغه هندي شرکت د «اکسفورد» او «استرازنیکا» کووېد-۱۹ ضد واکسینونونه تولیدوي. هند د کرونا ضد واکسین د کمپاین په لړ کې خپلو۳۰۰ میلیون وګړو ته همدا واکسین کوي.
د بنګله دېش او برازیل په ګډون هغه هېوادونه چې متوسط او کم عواید لري، د دغه شرکت په واکسین تکیه کوي چې د «کوویشیلد» په نوم بازار ته وړاندې کیږي.
د کاناډا په ګډون یو شمېر نور هېوادونه هم د دغه واکسین غوښتنه کوي. برتانانوي چارواکي هم د دغه هندي شرکت د واکسین د تولید بهیر ارزوي چې د «کوویشیلد» واکسین برتانیا او له هغه ځایه بیا نورو هېوادونو ته انتقال شي.
په هند کې چارواکي وايي په شاوخوا یوه میاشت کې یې ۱۱ میلیون خلکو ته د کووېډ-۱۹ ضد واکسین کړی دی.
په هند کې دا مهال ۱۰.۹ میلیون خلک د کرونا په ویروس اخته شوي او تر امریکا وروسته دویم هېواد دی چې ډېر خلک په کې په دغه ویروس اخته دي.
په هند کې هره ورځ شاوخوا ۱۲زره د کوویډ-۱۹ مثبتې پېښې ثبتیږي.
د کووېډ-۱۹ په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د ووهان په ایالت کې خپور شو.
د جانس هاپکینز پوهنتون وايي چې دا مهال په نړۍ کې ۱۱۱ میلیون خلک په دغه ویروس اخته شوياو څه باندې ۲.۴۶ میلیون نوره مړه شويدي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس