Home » فرهنګی او ټولنیز » هرات کې یوه ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
رویداد خبري آژانس

هرات کې یوه ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د هرات د پوهنې ریاست چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د دانش سرا لومړني ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د هرات د پوهنې رییس ذکریا رحیمي د یاد ښوونځي د پرانیستې پرمهال وویل:” د پوهنې په پراختیا کې د خلکو ونډه خورا ګټوره او اغیزناکه ده، او باید ووایم چې دا ښوونځی د هرات ښار په شپږمه ناحیه کې د خلکو په مرسته جوړ شوی او په نږدې راتلونکي کې به څو نور ښوونځي هم پرانستل شي ، چې مالي لګښت یې د سیمې د خلکو لخوا ورکړل شوی.”

همدارنګه د هرات د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیالې مونسې حسن زاده د ښوونې او روزنې په برخه کې د خلکو له همکارۍ او ملاتړ څخه مننه وکړه او د بیارغونې او پراختیا په برخه کې يې د هرات ولایت د سیمه ییزې ادارې ترمینځ د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

د هرات د پوهنې ریاست چارواکي وایي، چې د دانش سرا لومړنی ښوونځی په ۱۳۵۰ متر مربع متره ځمکه کې په پاخه او اساسي ډول د ۱۰ میلیونو افغانیو په مجموعي لګښت جوړ شوی، چې ۸ ټولګي او نورې اړینې ښوونیزې آسانتیاوې لري.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ پوهان د ټولنیز عدالت تامین د پرمختګ او ثبات لامل ګڼي

  نن د فبرورۍ ۲۰مه ...