نیویارک ټایمز ورځپاڼې له افغان ځواکونو څخه د امریکا هوایي ملاتړ ته په اشارې ویلي چې طالبانو په دې وروستیو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی او که چېرته د امریکا هوایي ملاتړ نه وای نو کندهار ښار به اوس هم د طالبانو تر سختې کلابندۍ لاندې وای.
نیویارک ټایمز په کندهار کې د ملي اردو د یو قومندان ډګروال ذبیح الله غورځنګ له قوله ویلي، که څه هم افغان ځواکونه پیاوړي دي او کولی شي په یوازې ځان د خپلې خاورې دفاع وکړي خو طالب وسله والو پر کندهار ښار برید ته پوره چمتوالی نیولی وو او په وینا یې، که چېرته د امریکا هوایي ملاتړ نه وای نو طالبان به اوس په کندهار ښار کې ناست وو.
د یادونې ده چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین پرون په سپینه ماڼۍ کي خبریالانو ته ویلي چې ټرمپ غواړي له افغانستان څخه ټول سرتېري تر مې میاشتي پوري خپلو کورونو ته راستانه کړي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس