Home » فرهنګی او ټولنیز » نړیوال بانک:افغانستان کې ۷،۳ میلیونه هغه ماشومان چې باید ښوونځیو ته ولاړشي له زده کړو بې برخي دي
رویداد خبري آژانس

نړیوال بانک:افغانستان کې ۷،۳ میلیونه هغه ماشومان چې باید ښوونځیو ته ولاړشي له زده کړو بې برخي دي

نړیوال بانک ویلي، چې افغانستان کې د پوهنې په سکتور کې پر ډېرې پانګونې سربېره لا هم زرګونه ښوونځي مناسبې ودانۍ نه لري او د اټکل له مخې ۷،۳ میلیونه هغه ماشومان چې بايد ښوونځيو ته ولاړ شي له زده کړو بې برخې دي.

راپور کې راغلي یوازې د کابل په اطرافو کې د لومړي ټولګي څخه تر شپږم ټولګي پورې ګڼ زده کوونکي مناسب ټولګي او د څښاک پاکې اوبه نه لري.

د افغانستان د پوهنې وزارت ویانده نوریه نضهت، وايي چې د ۷،۳ میلیونه ماشومانو له ډلې څخه چې ښوونځیو ته نه ځي، ۶۰ سلنه یې نجوني دي.

د هغې په وینا جګړه او بې وزلي ښوونځیو ته د دغو ماشومانو د نه تګ لاملونه دي.

نړیوال بانک ویلي چې افغان حکومت باید د پوهنې په برخه کې د بودجې په لګښت کې شفافیت راولي او ښوونکي د وړتیا له مخې پر دندو وګوماري.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ پوهان د ټولنیز عدالت تامین د پرمختګ او ثبات لامل ګڼي

  نن د فبرورۍ ۲۰مه ...