د افغانستان پوهنې وزارت وایي، د میدان وردګو ولایت په بهسودو ولسوالۍ خارزار سیمه کې د خار زار ابتدائيه ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
پوهنې وزارت وایي، د یاد ښوونځي نوې ودانۍ د کلیو، بیا رغونې او پراختیا وزارت د اقراء پروګرام لخوا د یو کال په موده کې په پاخه او اساسي ډول د ۴ میلیونه او۴۸۴ زره افغانیو په مجموعي لګښت جوړه شوې.
یاد وزارت زیاتوي چې دغه ښوونځی شپږ درسي ټولګي، یوه اداري خونه، د پاکو اوبو څاه او ۳ تشنابونه لري، چې په جوړیدو سره یې د سیمې ماشومانو ته د زده کړو خوندی چاپیریال برابرشو.
د میدان وردګو ولایت د پوهنې رئیس داکټر محمد سعید منصور د سیمې له اوسېدونکو یې وغوښتل، چې د ودانۍ ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د خپلو ماشومانو د ښوونې او روزنې په برخه کې جدي هڅې وکړي.