Home » افغانستان » ملګري ملتونه: په افغانستان کې د ښځینه سوداګرو د جوازونو شمېر له ۱۰ زرو اوښتی
ملګري ملتونه

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د ښځینه سوداګرو د جوازونو شمېر له ۱۰ زرو اوښتی

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو په نوم د ثبت شویو سوداګریزو جوازونو شمېر د تېرو پنځو کلونو په پرتله لس برابره زیات شوی او اوس له ۱۰ زرو څخه اوښتی دی. د دې ادارې د مالوماتو له مخې، د ۲۰۲۱ کال تر مخه د ښځو په نوم شاوخوا زر رسمي سوداګریز جوازونه ثبت شوي وو، خو اوس دغه شمېر د پام وړ لوړ شوی دی.

یادې ادارې همداراز ویلي، چې په افغانستان کې د شته ستونزو سربېره، کوچني کاروبارونه د ډېرو ښځو لپاره د عاید، اقتصادي خپلواکۍ او د کورنیو د ملاتړ یوه مهمه وسیله ګرځېدلې ده.
دغه اداره زیاتوي چې افغانې ښځې د لاسي صنایعو، کرنې، خوراکي توکو او نورو کوچنیو تولیدي برخو په ګډون، په بېلابېلو برخو کې په سوداګریزو فعالیتونو بوختې دي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د مالوماتو له مخې، دې ادارې له ۲۰۲۱ کال راهیسې په افغانستان کې د ۹۰ زرو څخه د ډېرو کوچنیو، وړو او منځنیو سوداګریزو فعالیتونو ملاتړ کړی دی. UNDP ټینګار کوي چې د خصوصي سکټور پیاوړتیا او د ښځو اقتصادي ګډون د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره مهم رول لري.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره نوی ځانګړی استازی وټاکه

انتونیو ګوترېش، د ملګرو ملتونو ...