Home » Tag Archives: افغانستان

Tag Archives: افغانستان

د سوالګرو د راټولولو او د سوال کولو د مخنیوي قانون د ا.ا د مشر لخوا تصویب شو

د عدلیې وزارت اعلان کړی چې د ا.ا مشر، هیبت الله اخندزاده د سوالګرو د راټولولو او د سوال کولو د مخنیوي قانون توشیح کړی دی. دې وزارت پرون شنبې، د غویي ٢٩مه په یوه اعلامیه کې ويلي، چې دغه قانون په «رسمي جریده» کې خپور شوى او له دې ...

Read More »

په افغانستان کې د اسټرالیا د جنګي جنایت «بربنډوونکی» په بند محکوم شو

د استرالیا د پوځ پخوانی وکیل، ډیویډ مک برایډ په افغانستان کې د دغه هېواد د «جنګي جرمونو» په اړه د معلوماتو د افشا کولو له امله په پنځه کاله او اته میاشتې بند محکوم شوی دی. د استرالیا د ABC شبکې نن (سه شنبه د غویي ۲۵مه) خبر ورکړی ...

Read More »

ایران: د افغانستان د خلکو ګټې، امنیت او پرمختګ باید د نړیوالو سازمانونو لومړیتوب وي

د یوناما مشرې او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، روزا اوتنبایوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال «علي باقري کني» سره کتلي او د افغانستان په وروستیو بدلونونو او د دوحې د راتلونکې غونډې په اړه یې خبرې کړې دي. د ایران د ...

Read More »

توماس ویسټ: موږ په افغانستان کې د سیلاب ځپلو لپاره بیړنۍ مرستې چمتو کوو

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی، توماس ویسټ وايي، امریکا او شریکان یې په افغانستان کې د سېلاب ځپلو لپاره د خوراکي توکو او اوبو په ګډون بېړنۍ مرستې چمتو کوي. نوموړي نن سهار (دوشنبه د غویي۲۴مه) په اېکس پاڼه لیکلي چې متحده ایالات په بغلان او د افغانستان ...

Read More »

د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختو سیلابونو له امله لسګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

په بغلان، بدخشان او غور ولایتونو کې سختو سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. د ا.ا مسوولین وايي، د سېلابونو له کبله لسګونه کسان مړه او ټپیان شوي او دغه راز ګڼ شمېر کورونه او مېشت ځایونه ویجاړ شوي دي. د باختر خبري اژانس په رپوټ کې ...

Read More »

په هېواد کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو

د ا.ا د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې دغه وزارت د نړیوالو روغتیايي څانګو په همکارۍ نن (دوشنبه د ثور ۱۰مه) په هېواد کې د ۲۰۲۴ کال د پولیو ضد واکسین لومړنی پړاو پیل کړی دی. د ا.ا د عامې روغتیا وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي ...

Read More »

د فوټسال ملي لوبډله به نن په یوه دوستانه لوبه کې له تاجکستان سره مخامخ شي

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي چې د هېواد د فوټبال ملي لوبډله به د تاجکستان د فوټسال له لوبډلې سره دوستانه لوبه وکړي. دا لوبه به نن (سې شنبې د وري ۲۱مه) د کابل په وخت مازدیګر ۴:۳۰ بجې په تایلنډ کې پیل شي. د هېواد د فوټبال فدراسیون ...

Read More »

بازمحمد مبارز نن له خپل فرانسوي سیال سره مخامخ کېږي

په ټایلنډ کې میشت د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړی، بازمحمد مبارز نن له خپل فرانسوي سیال سره مخامخ کېږي. دا لوبه نن یکشنبې د حمل ۱۲مه د کابل پر وخت د مازدیګر ۴:۳۰بجې په ټایلنډ کې پیلېږي. مبارز درې کاله وروسته یو ځل بیا د ازادو سیالیو قفس ته ...

Read More »

مجاهد: پاکستان نباید د خپلو ناکامیو پړه پر ګاونډیانو واچوي

د ا.ا ویاند، ذبیح الله مجاهد د پاکستان د دفاع وزیر وروستۍ ادعا ته په غبرګون کې، چې افغانستان یې د «ترهګرۍ سرچینه» بللې، ویلي چې پر ګاونډیانو تور پورې کول د ستونزو حللاره نه ده. مجاهد رویداد خبري اژانس ته وویل: “موږ د پاکستان د دفاع وزیر دا ادعا ...

Read More »

سویډن کمیټې په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د بندېدو خبر ورکړ

د سویډن په نامه مرستندویه کمیټه وایي چې په افغانستان کې یې خپلو ټولو فعالیتونو ته د پای ټکی اېښی دی.  د راپورونو له مخې، دا پرېکړه د ا.ا په غوښته او د سویډن کمیټې د کارکوونکو د امنیتي خوندیتوب لپاره شوې او تېره جمعه د حوت ۲۵مه یې په ...

Read More »