د افغان حکومت د مرکچي پلاوي يوه غړې فوزيه کوفي د ناروې د سولې شورا لخوا د نوبل د سولې جايزې د نوماندانو په نوملړ کې شامله کړل شوې.
د دغه شورا له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې فوزيه کوفي په افغانستان کې د سولې د هڅو له امله دغه نوملړ کې شامله شوې او نوموړې د ښځو د حقونو، دموکراسۍ او منځلاري اسلام مدافع فعاله ده.
د ناروې د سولې شورا په ۱۹۴۵ کال کې فعاليت پيل کړی او تر دې مهاله يې ۲۵ موسسې غړيتوب لري.
دغه شورا د سولې د ټينګښت او د جګړې د مخنيوي برخه کې فعاليتونه کوي.
د ناورې د سولې شورا د فوزيې کوفي تر څنګ د بې سرحده خبريالانو ټولنه، امريکايي وکيل بنيامين فيرينز، د نيوزيلنډ لومړۍ وزيره جسيندا اردين او د يو شان عدالت نوښت ټولنه هم د روان مېلادي کال د سولې نوبل جايزې د نوماندانو په نوملړ کې شامل کړي دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس